لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ په ځوان کول کې مشهورې رسنۍ "ټیک ټاک" ته هم مخه وکړه


په نړیواله کچه دجینکو دتعلیم دپاره په مبارزه بوخته پښتنه مبارزه ملاله یوسفزۍ هم په ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک باندې په وړومبي وار مخې ته راغلې ده اؤ خپله یوه لنډه ویډیو یې دخپلو مینه والو سره شریکه کړې ده.

په نړۍ کې تر ټولو کم عمره دنوبیل امن جائزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ټیک ټاک خپلې وړومبۍ خپرې کړې ویډیو کې دخپلې خوښې دفعالیتونو په اړوند خلکو ته معلومات ورکړي اؤ دغه ویډیو یې دخپل انسټاګرام اکاونټ څخه هم خپره کړې ده.

په یاده ویډیو کې ملالې یوسفزۍ خپله پیژندګلوي هم کړې اؤ وایي “زما نوم ملاله دی،زه درویشت کلنه یم اؤ د جینکو دتعلیم په اړه کار کووم ، کیدای شي تاسو کې به ځېنې خلک ما له وړاندې پیژنئ،یا به تاسو کې چا ملګرو ملتونو کې زما تقریر اوریدلی وي اؤ‌ یا به مو زما کتاب “ایي ایم ملاله” لوستی وي”

هغې ویلي که تاسو کې ما څوک نه پیژني نو زه ځان درپېژنم ، ما اوس،اوس داکسفورډ پوهنتون څخه لوړې زده کړې کړي.زه شوګانې اؤ ټوقې ټقالې خوښوم،ددې ترڅنګ کتابونه لوستل مې هم خوښیږي اؤ د تیرو ۱۲ کالو راهسې په ټوله نړۍ کې دجینکو دتعلیم اؤ دتعلیم دخوندي معیار دپاره فعالیتونه کووم

په ټیک ټاک ملاله یوسفزۍ خپل دا اکاونټ دملاله فنډ په نوم خلاص کړی اؤ له خلکو یې


غوښتنه کړې ده چې دملاله فنډ سره کومک وکړي.

د۵۶ثانیو دا لنډه ویډیو په ټیک ټاک ۸۰زره کسانو خوښه کړې ده اؤ د زړه نخښې یا لائیکونه یې ورکړي دي.

دهغې په ویډیو د درېوؤ زرو نه زیاتو کسانو دکمنټونو په شکل کې دخپلې رایې اظهار کړی چې په هغې کې زیاترو دملالې یوسفزۍ مبارزې ته پیرزوئنې وړاندې کړي اؤ هغه یې ستائیلې ده خو ځېنو نورو یې بیا دمبارزې سره اختلاف هم ښکاره کړی دی.

ټیک ټاک دنړۍ په کچه ځوان کول کې مشهور هغه ویډیوز ایپ دی چې نړۍ کې یې هره ورځ په بېلینونو کسان ګوري اؤ دلکونو په شمیر پرې خپلې لنډې ویډیوګانې دیو بل سره شئیر کوي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په دې ویډیو ایپ بندیز هم لګول شوی ؤ خو بیا دمحکمې په امر دغه بندیز پورته کړل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG