لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان دسعودي اؤ قطر ۱۸ؤ شیخانو ته خپل هیواد کې د نایابه څاړې مارغه د ښکار اجازه ورکړې ده


وي او ای ډيوه ته دترلا سه شوي اسناد مخې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت له خواد کال 21-2020 لپاره د سعودي او قطر شيخانو او لوړ پورو سرکاري چارواکو  ته دپاکستان په پنجاب،سيند او بلوچستان ايالت کښې د څاړي مرغانو د ښکار اجازه ورکړل شوې ده.

پاکستان مرکزي حکومت د سعودي او قطر اتلسو شيخانو تو د قيمتي مرغه "څاړي" د ښکار کولو اجازت ورکړی دی.

وي او ای ډيوه ته دترلا سه شوي اسناد مخې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت له خواد کال 21-2020 لپاره د سعودي او قطر شيخانو او لوړ پورو سرکاري چارواکو ته دپاکستان په پنجاب،سيند او بلوچستان ايالت کښې د څاړي مرغانو د ښکار اجازه ورکړل شوې ده.

دغه سرکاري اجازت نامې کې ليکل شوي چې د روان کال د نومبر مياشت کښې د پاکستان د خارجه چارو وزارت په يوه لېږل شوي ليک کښې اړونده چارواکو او ادارو ته ليکلي چې له سعودي عربستان څخه به دوه شپېته قيمتي بازونه پاکستان ته د ښکار لپاره راوړل کېږي.

د تبوک د ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزيز السعود پوري اړونده بازونه به د کراچۍ، دالبندين بلوچستان او کوټې هوايي ډګرونو ته راوړل کېږي.

د ښکارلپاره راوړل شوي بازونه به د ښکار له موسم وروسته بېرته سعودي عربستان ته وړل کېږي۔

په اکتوبر مياشت کښې بيا وزارت په بېلابېلو ايالتونو کښې اړونده ادارو ته ليکلي چې د قطر او سعودي و ښکاريانو ته د ښکارځايونو په ورکولو کښې مرسته وکړي.

اجازت نامه کښې زياته شوې چې له قطر سره تعلق لرونکي شېخ محمد بن خليفه التاني ته د بلوچستان په لورالايي، شېخ جاسم بن حماد التاني ته د بلوچستان موساخېل او درګ، شېخ محمد بن علي التاني ته بارکهان اؤ شېخ خالد بن خليفه ته به په جېکب اباد سيمه سیمو کې دښکار کولو اجازه وي.

همداشان شېخ تاني بن عبدالعزيز به د قلات سوراب، شېخ علي بن عبدالله التاني به تربت، شېخ فلاح بن الجاسم به جهل مګسي، شېخ فهد بن عبدالرحمان به نصيراباد اؤ فيصل بن قاسم به ډېره بګټي سیمو کې ښکار کولی شي .

ددې ترڅنګ شېخ تميم بن حماد التاني ته د پنجاب ايالت د بهکر او جهنګ او په سند ايالت کښې د کشمور په سيمه کښې،د ښکار کولو اجازه ورکړل شوې ده.

په يوه بل سند کې ليکل شوي چې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ته د پنجاب ايالت په ليه او بهکر سيمو کې، د تبوک ګورنر شهزاده فهد بن سلطان ته د بلوچستان په اواران او چا غي، د البتين ګورنر شهزاده منصور بن محمد ته د پنجاب په ډيره غازي خان سيمو کې د ښکار اجازت ورکړل شوی دی.

د بلوچستان دځنګلاتو او ځنګلي ژوند د محکمې یو لوړ پوړي چارواکي یا کنزرويټر نياز محمد کاکړ ډيوه ته وويل چې دغه قطري او عرب شيخان په يادو سيمو کښې د موسمي مرغه څاړي ښکار کولو لپاره راځي.

د نياز کاکړ په خبره د پاکستان تر ټولو لویې عدالت " سپريم کورټ " په 2018م کال کې د ښکار کولو اجازت ورکړی خو دهغه په خبره دغه قطري او سعودي شيخان به په محدوده توګه ښکار کوي.

په اسنادو کې ليکل شوي چې هر يو ښکاري د يو باز راوړلو په بدل کښې به زر امريکايي ډالره او په هره سيمه کښې د ښکار کولو په بدل کښې به سل زره امريکايي ډالره ايالتي حکومتونو ته د فيس په توګه ورکوي.

څاړی مرغه چې په انګرېزي ژبه کې ورته هوباره بسټرډ ويل کيږي په يخ موسم کښې له منځنۍ اسيا څخه د افغانستان او پاکستان لوري ته راځي او د مارچ په مياشت کې بيرته ځي ۔

چاپيريال پوهه او د مرغانو د حقوقو فعاله باز مير خان وايي څاړې مرغه چې شيخان د جسماني طاقت په نيت خوري په دې مرغه کې کومه داسي طبي ګټه نه ده موندل شوې،

د باز مير په خبره د زيات ښکار په کولو سره د څاړي مرغه نسل پر ختميدو دی.

" شېخان د څاړي غوښه ښکار ځکه کوي چې دوئ ګمان کوي چې په دې کې جسماني او مردانه طاقت دی خو داسي نه ده ، تر اوسه دا نده ثابته شوې ، بس دومره شوي دي چې د دې مرغه نسل اوس پر ختميدو دی او که پام نه ورته وشي دا به بلکل ورک او ختم شي ، بيا به زموږ پر سيمو کله هم رانه شي"

د پاکستان د ډان ورځپانې يو پخوانی رپورټ دی چې شيخان د حکومت له لوري د ورکول شوي اجازت څخه زيات مرغان وژني.

په رپورټ کې ليکل شوي چې په 2014م کال کې د بلوچستان ايالت په چاغي سيمه کې د سعودي شهزاده ته په لسو ورځو کې د سلو څاړو د ښکار کولو اجازت ورکول شوی ؤ خو رپورټ ښايي چې په يادو شپو کې سعودي شيخ يوويشت سوه څاړي وژلې وې.

خو نياز کاکړ وایي د بلوچستان اوسنی حکومت د څاړو مرغانو د ژوند او نسل خوندي ساتلو لپاره خپلې هڅې کوي او له نا قانونه توګه د زيات ښکار کولو اجازت چاته نه ورکوي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG