لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:له څوکۍ به تېر شم خو غبن هیڅکله نه بخښم


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي هغه ته که له خپلې څوکۍ تیریدل ورپغاړه شو نو له څوکۍ به تیر شي خو په غبن اؤ ماره داړه کې ککړ خپل سیاسي مخالفین به ونه بخښي.

دپاکستان یو شخصي ټیلي ويژن سره پخپله تازه مرکه کې وزیراعظم عمران خان دمخالفو سیاسي ګوندونو دائتلاف په روانو احتجاجونو سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي دا مخالف ګوندونه دا احتجاج د ولس دپاره نه بلکې دخپلو وهنو پټولو په غرض د روغې جوړې دپاره کوي.

دحکومت مخالفو ګوندونو ائتلاف په ګوجرانواله،کراچۍ، کوټه اؤ ملتان کې داحتجاجي جلسو کولو وروسته په ۱۳م دسمبر دپنجاب سرښار لاهور کې دحکومت په ضد دیوې سترې جلسې راجوړولو اعلان کړی دی اؤ ددغه ائتلاف مشر مولانا فضل الرحمان وایي دهغوئ احتجاجي تحریک به ترهغې دوام وکړي چې ترڅو یې دحکومت تخته نسکوره کړي نه وي

خو وزیراعظم عمران خان پخپله تازه مرکه کې ویلي په هیڅ حال کې به د مخالفو ګوندونو دجلسو له امله فشار کې نه راځي بلکې هر چا سره به دهغوئ د غبن حساب کتاب کوي.

عمران خان وویل مخالفو ګوندونو ځکه دهغه دحکومت په ضد احتجاج پیل کړی چې دی یې غلاګانې نه بخښي اؤ هوډ یې کړی چې هر چا دهیواد پیسې وهلي وي هغه به دقانون منګولو ته راکش کوي.

عمران خان تر دې مخکې هم ویلي چې مخالفین یې داحتجاجونو دلارې غواړي حکومت این ار او یا روغې جوړې ته اړباسي خو دمخالفو ګوندونو پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز بیا بیا هرځل دعمران خان دا دعوې رد کړي اؤ وایي این ار او ته هغوئ نه بلکې عمران خان اړتیا لري.

په ۳۰م نومبر دپنجاب ملتان ښار کې د پي‌ ډي ایم دجلسې په مهال اپوزیشن مشرانو ویلي وؤ چې حکومت یې دجلسې دپاره ټولې لارې تړلې وې اؤ د پي‌ ډي ایم ګڼ شمیر فعالین یې نیولي دي خو د هیواد داطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز وایي چې په لاهور کې به دپي ډي ایم دجلسې مخې ته حکومت هیڅ رقم خنډان نه راولاړوي.

عمران خان پخپله مرکه کې ویلي دا مهال چې هیواد کې کرونا وایرس په چټکتیا سره خوریږي داپوزیشن جلسې د خلکو ژوند ته خطر راولاړوي اؤ څوک چې اپوزیشن ته دجلسو دپاره کرسۍ ورکوي دهغوئ په ضد به مقدمې درج کیږي.

تر دې وړاندې پېښور کې هم دپي ډي ایم له جلسې وروسته پولیسو د اپوزیشن مشرانو په ضد مقدمې درج کړي دي خو دپي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان درې ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي چې مقدمې اؤ حکومتي خنډان د ولس مخه نه شي نیولی اؤ اوس زر ده چې خلک دعمران خان دحکومت څخه خلاصون ومومي.

اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې دعمران خان حکومت دپوځ اؤ استخباراتي شبکو په مرسته د ټګۍ دلارې جوړ شوی خو پوځ اؤ حکومت بیا دا تورونه ردوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG