لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ هېواد کې د ډیجیټل کرنسۍ رواجولو قرارداد منظور کړی


د کرپټو کرنسۍ یا ډیجیټل کرنسۍ نظام کې د نغدو پیسو یعني نوټونو، د بنک چیک یا کریډټ کارډ او ډیبټ کارډ ضرورت نه وي بلکې د سافټ ویر په ذریعه کمپیوټر یا موبایل فون کې د پیسو قدر محفوظ وي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ یو پریکړه لیک منظور کړی چې پکې مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې هیواد کې دې د کرپټو کرنسۍ نظام نافذولو لپاره هڅې پیل کړي.

د کرپټو کرنسۍ یا ډیجیټل کرنسۍ نظام کې د نغدو پیسو یعني نوټونو، د بنک چیک یا کریډټ کارډ او ډیبټ کارډ ضرورت نه وي بلکې د سافټ ویر په ذریعه کمپیوټر یا موبایل فون کې د پیسو قدر محفوظ وي.

ددغه کرنسۍ یو ماهر سلمان سعید وي او ای ډیوه ته ویلي په کرپټو کرنسۍ کار خو د تیرې اتیایمې لسیزې نه روان ؤ خو دولس کاله وړاندې دې ته عملي شکل ورکړی شو او دا وخت اتوو یا لسو هیوادونو کې دا کرنسي فعاله ده.

ددې کرنسۍ موجد ساتوشي ناکاموټو غوښتل چې د پیسو طاقت د حکومت د لاسه واخلي او اولس ته یې وسپاري. نو هغه داسې وکړل چې دکرپټوګرافي په ذریعه یې یو خفیه نمبر واچولو چې بل څوک یې نقل نشي کولی او په دې طریقه هغه شپاړس میلیونه بټ کوین جوړ کړل او د درغلیو مخه مخه یې ونیوله.

سلمان سعید وايي اوس هر څوک کولی شي چې وغواړي بټ کوین اخستی او خرڅولی شي.

هغه زیاته کړه وړاندې به د یو ځایې نه بل ځایې ته پیسو لیږلو کې ورځې لګیدلې خو اوس ددې نظام لاندې په څو منټو کې د دنیا د یو ګټ نه بل ته پیسې تلی شي.

نوموړی وایي هم ددغې نظام په برکت نورو ادارو خپلې سافټ ویرې جوړې کړې، خلک پکې پیسې اچوي او بازارونو کې پرې سوداګانې هم کولی شي او بلونه پرې هم جمع کولی شي.

بل پلو ته د ساینس او ټیکنالوژۍ لپاره د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر صلاح کار ضیاالله بنګش وایي "مونږ صوبایي او وفاقي د ساینس او ټیکنالوژۍ محکمو ته سفارشات لیږلي دي چې په کرپټو کرنسۍ او ډیجیټل کرنسۍ ماهران څیړنه وکړي"

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د څېړنې دلارې دا معلومول غواړي چې دا کرنسي به خلکو ته څومره ګټه ورکړی شي. په دې به قانون سازي هم کیږي او دنیا چې په کوم رفتار دې لړ کې مخکې روانه ده نو پاکستان به هم دې کې وروستو نه پاتې کیږي.

خو کارپوهه سلمان سعید وایي د بده مرغه پاکستان کې د درغلیو په وجه ددې نظام راتګ کې به لږ وخت واخلي.

"پاکستان کې د بده مرغه چې وړاندې کومې پیښې رامینځ ته شوې دي لکه د ډبل شاه په نوم یا داسې نورې جعلي پیښې او خلکو سره درغلۍ وشوې نو حکومت امر وکړو چې په دې بندیز ولګوئ. دغه شان سټیټ بنک هم څه موده وړاندې حکومت ته ویلي وو چې څوک د کرپټو کرنسۍ به ذریعه پیسې مخکې وروستو کوي د هغوي تفصیل دې مونږ ته راکړی شي نو خلک لږ ویریدلي وو. خو اوس دا ښه خبره ده چې د پښتونخوا حکومت وفاق ته وایي چې په دې دې سوچ وکړي"

سلمان سعید وړاندیز کوي او وایي پکار ده چې ړومبی د لویو ښاریو نه ددې پیل وشي او بیا په قلاره قلاره ټول هیواد کې نافذ شي.

هغه وویل دا ټیکنالوژي ده او ټیکنالوژي د خلکو ژوند کې اسانتیا راولي. که نن نه وي نو لس شل کاله پس به دا نظام ضرور راځي نو پکار ده چې مونږ پرې اوس نه ځان پوهه کړو.

XS
SM
MD
LG