لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انلاین زده کړو کې دستونزو له امله پاکستان کې دڅلور کروړه ماشومانو سبقونه اغېزمن شوي


دماشومانو په اړوند دملګرو ملتونو ادارې یونیسف پخپل رپورټ کې ویلي پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه د اسکولونو تړل کیدو له امله دشاوخوا څلورو کروړو ماشومانو د زده کړو لړۍ اغېزمنه شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې د کرونا وایرس له امله پاکستان کې دتعلیمي ادارو تړل کیدو سره سم تعلیمي ادارو ته وینا شوې چې باید ماشومانو ته انلاین سبقونه وښایي خو ډير کم ماشومان دانلاین سبقونو د ویلو توان لري.

درپورټ له مخې اغېزمن شوؤ طالبعلمانو کې تر ټولو ستره شمیره د جنوبي ایشیاء دماشومانو ده چرته چې ۴۴کروړه اؤ۹۰لکه ماشومانو کورونو کې دانټرنیټ اسانتیاوې نه لري.

یونیسف ویلي په ټوله نړۍ کې یوازې ۳۳فیصدي ماشومان انټرنیټ ته لاس رسی لري خو دجنوبي ایشیاء هغه بې وزله ماشومان چې اسکولونو ته ځی اؤ عمرونه یې د درېو څخه نیولي د۱۷ؤ کالو ترمنځ دي هغوئ کې یوازې دوه فیصدي ماشومانو ته انټرنیټ اسانۍ ترلاسه دي.

همداشان د۱۵نه تر د۲۴کالو عمر لرونکو دجنوبي ایشیاء اسکول ته تلونکو بې وزله زلمو کې درې فیصدي ماشومان انټرنیټ ته لاس رسی لري.

پاکستان کې دتعلیمي ادارو تړل کیدو له امله د اغېزمن شوؤ ماشومانو شمیره شا وخوا څلور کروړه ښودل کیږي چې دغه واړه دکورونو دننه په پاتې کیدو مجبوره دي.

انټرنیټ نه محرومه طالبعلمانو کې بیا زیات شمیر د هاغو ماشومانو اؤ زلمو ښودل شوی چې په کلیوالو اؤ ښارونو څخه لرې پرتو سیمو کې اوسیږي.

پاکستان کې د ډیجیټل حقونو دپاره دکارکوونکې غیر دولتي موسسې بائټس فار ال مشر شهزاد احمد وایي هیواد کې د انټرنیټ په محدوده کچه فراهمي دسبقونو دپاره انټرنیټ ته دماشومانو دنه لاس رسي اساسي علت دی.

وي او ای ته نوموړي ویلي د لویو ښارونو نه غیر د پنجاب،سندهـ، کلګت بلتستان ګڼ شمیر علاقو اؤ خیبر پښتونخوا کې ضم کړل شوؤ قبائیلي سیمو کې خلک انټرنیټ ته لاس رسی نه لري یا ورته ډیره په کمه کچه دانټرنیټ اسانۍ ترلاسه دي

هغه وایي په بلوچستان کې خو یو شمیر ښاري سیمې هم د انټرنیټ داسانۍ څخه محرومې دي چې له دې امله زده کوونکي د انلاین سبقونو په ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي که په کومو سیمو کې انټرنیټ شته نو هلته دانټرنیټ دکم سپیډ له امله ماشومانو ته د سبقونو ویلو دپاره ملټي میډیا مواد وجود نه لري اؤ ماشومان د ویډیو لنکس دپاره په ټوجی یا تهري جي انټرنیټ تکیه نه شي کولی.

د یونیسف په رپورټ کې خبرداری ورکړل شوی چې د کرونا وباء په موده کې انټرنیټ نه دمحرومه هغه ماشومانو دمستقبل دتورتم کیدو اندېښنه ده چې دتعلیم څخه لرې پاتې شوي دي.

یونیسف وایي ماشومانو ته دکرونا وباء په موده کې د ډیجیټل ټیکنالوجۍ استعمال ضروري دی اؤ دې دپاره به انټرنیټ ته رسد اسانول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG