لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: پښتانه ترهګر نه دي د ترهګرۍ متاثرين دي


PTM Karachi, 12.06.2020
PTM Karachi, 12.06.2020

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، "پښتانه امن پسند خلک دي ترهګر نه دي د ترهګرۍ متاثرين دي، د پښتنو قبايلي علاقې څه چې اوس يې په ښارونو کې هم قبضې کيږي، څو پورې چې د پي ټي اېم غړي بنديوان وايي د حکومت سره په داسې کې مذاکرت ګران دي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د اتوار په ورځ په کراچۍ کې د غورځنګ غونډې ته په وېنا کې وويل، ترهګر هغه نه وي چې ووژل شي، په تيرو 20 کالو کې د پښتنو وژنې وشوې، پښتنو څوک نه دي وژلي پښتانه وژل شوي دي.

هغه د چا د نوم ويلو پرته وويل ترهګر هغه څوک دي چې پښتانه يې وژلي، "په لکونو پښتانه په لر و بر افغان وطن کې ووژل شول چې څوک ووژل شي هغه ته ترهګر ويل شي که څوک چې وژنې کوي هغه ترهګر وي، پښتانه ترهګر نه دي پښتانه د ترهګرۍ متاثرين دي".

منظور پشتين وويل، د ترهګرۍ پرضد جګړې په نوم دوی د پښتون وطن نه کالوني جوړه کړه. نن "د باجوړ لوی سم بازار نشته، وران شوی، د باړې بازار وران، د اورکزو کورونه ړنګ، د سوات ښايست ته اور ورکړی شوی د بونېر ايلم قبضه دی، وزيرستان ټول کنډر کنډر دی، په لکونو قبايلي کورونه ړنګ کړی شوي دي".

هغه زیاته کړه، دوی د نسل، شکل، خوراک څښاک او اغوستو په بنياد د چا سره تعصب نه کوي، خو د دوی د وطن استحصال شوی ځکه دوی راپاڅېدلي دي او د خپل وطن دفاع کوي هغه وويل اوس د پښتنو په ښارونو کې قبضې کيږي خو دوی به خپله خاوره نه پرېږدي.

هغه د پښتنو د کډوالو کېدو يادګېرنه وکړه او وې ويل په شمالي وزیرستان کې اوس هم هره ورځ هدفي وژنې کيږي، په باجوړ کې، په سوات کې مشران ووژل شو. خلک په کېمپونو کې ودرول شو.

نوموړي پوښتنه وکړه چې عدالتونه چرته دي؟ چې د انصاف خبره کوي، د 12 مې، د کوټې وکیلانو او د ای پي اېس وژونکو ته انصاف ور نه کړی شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بنديوان شو خو هغه خلک چې ترهګري کوي خلاص ګرځي.

هغه وويل د کراچۍ په پښتنو علاقو کې کالجونه هسپتالونه نشته او د وزیراعلی سيند نه يې غوښتنه وکړه د پښتنو په علاقو کې د پرمختيا کارونه نه کول د تعصب څرګندونه کوي.

هغه په پښتنو غږ وکړو، که څوک د ډېورنډ دواړو خواؤ ته پراته دي يا که په هر ځای کې دي، يو شئ. هغه وويل پښتانه وېشل شوي دي خلکو يې په مينخ کې نفرت خور کړی دی.

پشتين زياته کړه د پي ټي اېم ممبر سازي کيږي هر څوک پکې ممبرشپ کولی وکيلان به يې په هره ضلع کې دفترې خلاصوي هر پښتون کولی شي چې دغووکيلانو ته لاړشي دوی به ورته ویړيا په عدالت کې مقدمې چلوي.

هغه وويل په لر او بر وطن کې سوله زمونږ هدف دی، څو پورې چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی په پاکستان کې به امن نه وي.

پشتين وويل په داسې کې د حکومت سره مذاکرات نشي کېدی چې د دوی غړي بنديوان نه وي. د پي ټي اېم په وېنا درې ځله يې د حکومت سره خبرې شوي او خپلې غوښتنې يې د دوی په وړاندې اېښودې دي.

منظورپشتين د خپلې وېنا په اخره کې په 27 دسمبر په خېبر ضلع کې د جلسې کولو اعلان هم وکړو.

د پي ټي اېم د کراچۍ جلسې ته د غورځنګ نورو مخکښ مشرانو هم وېناوې کړې، په دې جلسه کې چې په لويه شمېره کې خلکو ګډون کولو پکې د بې درکه کسانو خپلوان هم راغلي وو.

دغه جلسه د اتوار په مازيګر پېل شوې او ماسخوتن سر ته ورسېده.

پي ټي اېم له دې وړاندې په کراچۍ کې د کال 2018م د مې په 13م او له دغې وروسته يې د کال 2019م په 20 جنورۍ جلسه کړې وه.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد د نعرو يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کړی شوي دي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG