لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو دګڼو کلاسیکي فلمونو هیروین ثریا خان اوس په څه حال کې ژوند تیروي؟


دپښتو۱۵۰نه زیاتو فلمونو کې دلازواله کردارونو لوبوونکې وتلې ستورې ثریا خان د عمر په وروستۍ برخه کې ناروغیو اؤ تنګدستیو رانیولې ده اؤ هغې له حکومت غوښتنه کړې ده چې دخپل ژوند د وروستیو شپو په ارام تیرولو دپاره ورته یوازې د دوؤ مرلو یو وړوکی کور ورکړي.

په پېښور کې پیدا شوې اؤ لویه شوې ۶۷ کلنه ثریا خان چې دا مهال دپنجاب په ټیکسلا سیمه کې دخپل یو ورور په کور کې دناروغۍ له امله په کټ پرته ده دپښتو په ګڼو بریالیو اؤ نه هېریدونکو کلاسیکي فلمونو کې کار کړی اؤ په غوره هنرمندۍ یې یو شمیر ایوارډونه هم ګټلي دي.

وي او ای ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ثریا خان ویلي هغې دپښتو کلتور دپراختیا دپاره خپل ټول ژوند ورکړی ؤ اؤ خپله ټوله ځواني یې په فلمي نړۍ کې تیره کړې ده خو نن چې هغه ناروغیو رانیولې اؤ د ژوند یوې داسې برخې ته رسېدلې ده چې فلمونو کې دکار کولو جوګه نه ده نو هرچا ترې مخ ګرځولی دی.

ثریا خان په کال ۱۹۵۳م کې دپېښور په جهانګیر پوره سیمه کې زیږیدلې ده اؤ دکال ۱۹۷۰ نه یې په فلمي نړۍ کې قدم اېښی ؤ چې د اداکارې ترڅنګ یې د فلمسازې په نوم هم ټولو پښتنو کې ښه پېژندګلو اؤ محبوبیت پیدا کړی دی.

ثریا خان دخپل یو نزدې خپلوان سره واده کړی ؤ اؤ دهغه څخه یې یک یو ځوئ دشکیل په نوم پیدا شوی ؤ خو دغه ځوئ یې هم دوه کاله وړاندې د زړه دحرکت بندیدو له امله مړ شوی ؤ.

هغه وایي د ځوانیمرګ ځوئ دمړینې سره سم دهغې په ژوند دغمونو اؤ تورتم څادر خور شوی اؤ اوس یوازې غمونو اؤ ژړاګانو ته پاتې شوې ده.

پېښور کې په صحافتي دنده بوخت خبریال ناصر داوړ چې دثریا خان دهنر دمینه والو څخه هم یو دی، وایي دا یوازې د ثریا خان حال نه دی چې د ژوند وروستۍ شپې ورځې په تکلیف اؤ غمونو کې تیروي بلکې دزیاترو پښتنو فنکارانو وروستی ژوند همدغسې په سختو کې تیریږي.

ډیوه سره خبرو کې نوموړي وویل ثریا خان ددې خاورې هغه لویه فنکاره ده چې هنري خدمتونه یې له هیچا پټ نه دي خو نن چې هغه غربت اؤ بیمارۍ رانیولې ده نو هرچا هېره کړې ده اؤ حتی اوس خو ډيرو خلکو ته دا هم نه ده معلومه چې ثریا خان لا په دې دنیا شته.

ثریا خان یو وخت کې په فلمي نړۍ کې د زیات شهرت ترڅنګ ښې ډيرې پیسې هم ګټلې وې خو هغه وایي څو کاله وړاندې یې پښه ماته شوه اؤ بیا بیلابیلو ناروغیو راونیوله اؤ څومره پیسې چې ورسره وې هغه یې پخپل علاج ولګولې خو اوس نه پیسې لري اؤ نه د ژوند نور امکانات .

نوموړې وویل دخیبر پښتونخوا حکومت چې فنکارانو ته کومې میاشتنې وظیفې مقرر کړې وې په هغې کې هم نوموړې دحکومت نه غوښتنه کړې وه چې باید دې ته هم وظیفه ورکړل شي خو حکومت یې عریضه نه وه منلې اؤ مرکزي حکومت هم تر اوسه د هغې خراب حالت ته پام نه دی راګرځولی.

پخپلو هنري خدمتونو پښېماني

ثریا خان وایي اوس پخپلو هنري خدمتونو پښېمانه ده چې ولې یې په یو داسې ټولنه کې خپله ټوله ځواني فن اؤ هنر ته وقف کړه چې هغه دفن اؤ فنکار په قدر هیڅ نه پوهیږي.

نوموړې وایي چې دکله نه په کټ پرته ده اؤ فلمونو کې دکار کولو نه لوئېدلې ده نو بیا یې نه حکومت پوښتنه کړې. نه د فلمي دنیا خلکو یاده کړې ده اؤ نه دهغې د هنرمینه والو چرته دهغې پوښتنه کړې ده.

وي او ای ډيوه دثریا خان دمشکلاتو په اړوند دخیبر پښتونخوا صوبې دکلتور وزیر ښاغلي شوکت یوسفزي سره په ټيلي فون دتماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه ټيلي فون هیڅ ځواب نه ویلو.

خبریال ناصر داوړ وایي حکومت دفن اؤ فنکار په کیسه کې نه دی، بلکې هغوئ یوازې هغه څه ته توجو کوي چې خپلې ګټې یې پکې خوندي وي.

نوموړی زیاتوي دا مهال هم د صوبې دکلتور وزارت سره د اربونو روپو پنګې پرتې دي اؤ مرکز هم دفنکارانو دښېګړې دپاره سږکال دیو ارب روپو درنه پنګه مشخص کړې ده خو دغه پنګو نه بې وزله هنرمندان نه مستفید کیږي .

د ناصر داوړ په خبره "دا پیسې خو یا په کمیشنو کې لاړې شي ، یا په فرمائشي پروګرامونو ولګي اؤ یا هم بېرته سرکاري خزانې ته ستنیږي، دا ځکه چې دلته دلته دکلتور اؤ فنکار د ودې دپاره کومه پالیسي نشته"

ثریا خان فلمي نړۍ کې

ثریا خان خپل دفلمي‌ دنیا سفر په کال ۱۹۷۰ کې هغه مهال پیل کړی ؤ کله چې هغه دکالج زده کوونکې وه اؤ دکالج له اړخه په جوړ شوي یو چکر لاهور کې فلمي سټوډیو ته تللې وه.

هغه وایي هغه مهال چې دا پېغله وه اؤ لاهور کې فلمي سټوډیو ته په چکر لاړه دفلم جوړونکو سترګې پرې خوږې شوې اؤ هغې ته یې فلم کې د کار کولو ست وکړو خو وایي چې کورنۍ یې دسیدانو اؤ زیاته مذهبي وه نو هغې ته یې فلم کې دکار کولو اجازه نه ورکوله.

ثریا خان وایي وروسته ورسره خپلې یوې ترور کومک وکړو اؤ خپلې کورنۍ نه یې ورته فلمونو کې دکار کولو اجازه واخسته اؤ هغې په وړومبي ځل دپښتو مشهور فلم دره خیبر کې دهیروین مرکزي کردار ولوبولو .

ددغه فلم مخې ته راتلو سره هغه په ټوله دنیا کې پښتنو وپېژنده اؤ بیا پرله پسې هغې د پښتو ګڼ کامیاب فلمونه جوړ کړل چې هغې کې سره جوړه، زرتاجه،ارمان، دیدن، دهقان،علاقه غیر،زندان،باغي،اوربل،هیبت خان،چمنی خان اؤ ګڼ شمیر نور د یادؤلو وړ دی.

دفلمسازې په توګه دهغې فلم زرتاجه زیات کامیاب شوی ؤ اؤ فني ایوارډونه یې هم ګټلی دي.

هغې دپښتو فلمونو د تیرو وختونو دهیروګانو بدرمنیر،اصف خان،بیداربخت ، جمیل بابر اؤ‌ طارق شاه سره فلمونو کې دهیروین په توګه مرکزي کردارونه ادا کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG