لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دسازشي نظریو منځ کې دپاکستان دننه دکرونا ضد واکسینو کمپاین سرته رسول به ستر چیلنج وي


د روغتیایي چارو څېړونکي وایي په نړۍ کې د کرونا وایرس پرضد د واکسینو جوړیدل یو مهم پرمختګ دی خو بیا په پاکستان کې داسې اندېښنې شته چې ددې واکیسنو پر ضد پاکستان کې سازشي نظریه به دیو ستر چیلنیج په توګه مخې ته راځي‌.

دخیبر پښتونخوا دبټګرام ضلعې دصحت دمحکمې مشر ډاکټر شهزاد وایي په یو داسې هیواد کې چرته چې زیاترو خلکو دکرونا ناروغي پټوله،دمعائتانو یا ټيسټونو څخه به یې انکارکولو اؤ دماسکونو اچول به یې بې کاره اؤ بې ګټې ګڼل نو په داسې کې د واکسینو کمپائن سرته رسول به هم دمذهب اؤ کلتور په نوم دخوریدونکو شکونو سره مخ کیږي چې ددې لاره به نیول غواړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ډاکټر ګل شهزاد وایي” ماته داسې اسانه نه ښکاري چې د کرونا ضد واکسینو دپیل سره سم به خلک ددغه کمپائن برخه جوړه شي”

دهغه په وینا “په نزدې وختونو کې چې کله کرونا وایرس پاکستان کې خواره شول نو دلته زیاتره خلک دې ته نه چمتو کیدل چې خپل ټیسټ وکړي،ځان قرنطین کړي اؤ یا هم احتیاطي تدابیر خپل کړی نو واکسین اخستل خو بیا یو ستر ګام دی اؤ فکر نه کوم چې خلک به یې په اسانه قبول کړي”

هغه وایي دلته د واکسینو په استعمال پسې مذهبي،کلتوري اؤ روایتي ټولې خبرې تړلې وي نو ښکاره خبره ده چې کله د کرونا وایرس مخې ته راشي دې پسې به هم دغه خبرې تړل کیږي.

ټاکل شوې ده چې د کرونا وایرس په ضد جوړ شوي واکسین به دازمیښت له پړاؤ وروسته پاکستان کې د یو باقاعده کمپاین دلارې خلکو ته رسؤل کیږي،

خو ددغه کمپاین څخه وړاندې څېړونکي اندېښنه ښایي چې لکه څنګه په پاکستان کې دپولیو ناروغۍ په ضد دواکسینو دکمپاین پرخلاف دسازشي نظریې په اساس دخلکو ذهنونو ته پوښتنې اؤ شکونه وراچول شوي ترڅو دغه کمپاین ناکامه کړل شي داسې ویرې شته چې د کرونا ضد واکسینو په ضد به هم ناوړه تبلیغات وکړل شي.

دپاکستان داسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وي او ای ډیوه ته ویلي په داسې حال کې د روغتیایي محکمې اؤ حکومتي ادارو ترڅنګ دمذهبي عالمانو رول هم ډير مهم دی اؤ هغوئ دخپلو ویناګانو دلارې کولی شي چې عام خلک د کرونا وایرس په ضد له واکسین له ګټو خبر کړي

د ډاکټر قبله ایاز په وینا کله چې په ګرده نړۍ ،هر هیواد اؤ بیا په پاکستان کې هم په ګڼ شمیر کې دکرونا دلاسه خلک مړه کیدل نو په هغه وخت کې داسې مذهبي خلقې دپاکستان دننه موجودې وې چې هغوئ ددې وایرس دشتون سره اختلاف ښودلو.

هغه وایي دلته داسې کسان هم وؤ چې هغوئ په سازشي نظریاتو باور لرلو اؤ اوس هم داسې اندېښنې شته چې که دکرونا ضد واکسین مخې ته راشي نو بیا هم ددې په هکله خلکو کې اندېښنې موجودې وي.

خو داسلامي نظریاتي کونسل مشر وایي چې په داسې حالاتو کې دا اوس دممبر اؤ دمحراب فریضه ده چې هغه باید خلک په اعتماد کې واخلي چې دانساني جسم دحفاظت دپاره خلک د کرونا وایرس ضد واکسینو اخستلو ته تشویق کړي.

دخیبر پښتونخوا دعامې روغتیا مشر یا ډائریکټر ډاکټر داکټر اکرام الله خان وایي “هو مونږ دا منو چې ددې واکسین دکمپاین پیل کیدو څخه دمخه یوه سازسي نظریه هم مخې ته راړول شوې ده، خو ددې دپاره مونږ یوه موثره سټراتیژي خپلوؤ”

ډیوه سره خبرو کې نوموړي ویلي د ټولنیزو رسینو اؤ میډیا دلارې خلکو ته دکرونا ضد واکسینو دشعور ورکولو ترڅنګ به خلکو سره په کلیو،بانډو،حجرو،جوماتونو اؤ بازارونو کې مخ په مخ لیدنې کوؤ اؤ ددې ناورغۍ داغېرو اؤ د واکسینو په ارزښت به یې خبروؤ.

هغه مني چې دکرونا ضد واکسینو کمپائن سرته رسول به یو چیلینج وي خو وایي دا به یو ستر چیلنج ځکه نه وي چې خلکو په دې وروستیو کې پخپلو سترګو ولیدل چې هسپتالونو کې د کرونا ناروغان دومره ډیر دي چې کټونه ورته نه رسیږي،

هغه وویل هسپتالونو کې ددې وایرس داروګان نشته، داکسیجن کموت دی،په کورونو کې دناروغانو شمیره په زیاتیدو ده نو ځکه مونږ ویلی شو چې د کرونا د واکسینو به ځینې خلک خلاف وي خو داسې مخالفت به یې نه وي لکه څنګه چې دپولیو د واکسینو په وړاندې لیدل شوی دی.

ډاکټر اکرام الله وایي دخیبر پښتونخوا دعامې روغتیا محکمې د کرونا ضد واکسینو دکمپاین په اړه خپلې مشورې اؤ تیارۍ کړي دي اؤ لا هم په دې اړوند نور ګامونه اخلي.

دکرونا وباء تیرکال دچین د اوهان ښار څخه وروسته په ګرده نړۍ کې خوره شوې اؤ دنزدې دیارلسو میاشتو تیریدو وروسته چې په نړۍ کې ددې د واکسینو ازموئنې سرته رسیدلي ،اوس په نړۍ کې د کرونا ضد واکسینو خلکو ته ورکولو دپاره تیارۍ پیل کړل شوي څېړونکي وایي پاکستان کې ددې واکسین په ګټو خلک پوهول اؤ هغوئ ددې استعمال ته اماده کول هم یو ستر چیلینج دی

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG