لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر اؤ مومند قبائیلي ضلعو دماربلو د ډکره کاڼي کاروبایانو خپل کاروبار داحتجاج په توګه وتړلو


په خیبر اؤ مومند قبائيلي ضلعو کښي د ماربلو د درنګونو مالکانو اؤ ددغو درنګونو نه په چپسو کښې داستعمالیدونکي ماربل ډکره کاڼي کاروباریانو په دوئ د خیبر پښتونخوا دحکومت له اړخه داضافه شوؤ ټیکسونو په ضد داحتجاج په توګه خپل کاروبار په مکمله توګه تړلی دی.

دماربل کاڼو دځایي کاروباریانو د تنظیم عمومي سکتر صوبیدار سبزعلي په وینا په دوئ ټیکسونه اضافه کول د مرکزی حکومت دهاغو اعلانونو په ضد دی چې پکې ویل شوؤ سیمه کې به ترپینځوؤ کالو په خلکو ټیکسونه نه لګول کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دنوؤ ضم شوؤ قبائيلی ضلعو خلکو سره ژمنه شوې وه چې دغلته به د انضمام نه وروسته تر پینځوؤ کالو په خلکو هیڅ رقم ټیکس نه لګول کیږي خو اوس حکومت دخپلې دې ژمنې نه پشا شوی دی.

د صوبیدار سبزعلي په وینا په هغوئ دغه ټیکس پرته د څه وجې ښودلو دوه چنده سیوا کړل شوی دی چې دوئ یې منلو ته تیار نه دي اؤ په دغه لړ کښي ئي عدالت ته هم رجوع کړې ده.

د ټیکسونو اضافه کولو اؤ ددې په ضد احتجاج په هکله چې کله وي او ای ډیوه د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو محکمې یو چارواکی اقبال مومند نه پوښتنه وکړه نو هغه په ډاګه کړه چې هیڅ نوی ټیکس نه دی لګول شوی.

هغه وویل د صوبائي کابینې په منظورۍ پینځوؤ کلونو زوړ ټیکس کښې اضافه شوې کومه چې په ګرده صوبه لاګو کړل شوې ده.

د اقبال مومند په وینا احتجاج صرف په خیبر اؤ مومند سیمو کښي دی اؤ په نورو ضلعو کښې دغه ټیکس(چې هغه ورته د رائيلټي نوم ورکړو) ورکول کیږي.

دماربل ډکره کاڼي نه په فرشونو اؤ پلسترو کښي استعمالیدونکی چپس جوړولی شی اؤ اوس چې په دې کاڼي ټیکسونو کې داضافې په ضد احتجاج پیل شوی نو ورسره د خیبر اؤ مومند په شمول پیښور اؤ خوا وشا سیمو کښې تعمیراتي کارونه هم اغېزمن شوي دي.

د خیبر په ملاګورو سیمه کښې شاوخوا دوه نیم سوه د ماربلو درنګونه دي چرته چې د احتجاجي کاربندیز له امله دسلګونو کسانو روزګار اغیزمن شوی دی.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG