لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترقیاتي پنګو ورکولو په باور دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ اپوزیشن غړو خپل احتجاج ختم کړی دی


د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دحکومت مخالفه ډلو غړو د صوبې د لمړي وزیر محمود خان دکور مخې ته احتجاجي ناسته ختمه کړې ده۔

دغه احتجاج دتیرو څو ورځو راهسې حکومت مخالفه غړو دپرمختیایي پنګو نه ترلاسه کيدو په سر پېل کړی ؤ.

حکومتي چارواکي وايي د احتجاج کوونکو سره يي خبرې اترې کاميابه شوي او داپوزیشن ګوندونو غړو ته به دترقياتي پنګو په ورکولو کې هيڅ رقم توپير نه ساتل کیږي.

د صوبائي اسمبلۍ غړې ميرکلام وزير وي او ای ډيوه ته ويلي د تيرو دريو ورځو نه يي په پېښور کې د وزير اعلا د کور مخې ته احتجاجي کېمپ لګولې ؤ خو د حکومتي غړو سره دخبرو اترو کاميابيدو روستو یې احتجاجي ناسته تر لسو ورځو پورې ځنډولې ده.

هغه وویل دمخالفو ډلو غړو ته باور ورکړل شوی چې غوښتنې به یې منل کیږي خو که د دوئ غوښتنې ونه منل شوې نو يو وار بيا به خپل احتجاج پېل کوي۔

ميرکالام وزير وايي د حکومت مخالفه ۴۵ د اسمبلۍ غړو ته خپلو حلقو کې د ترقياتي کارونو پاره فنډونه نه ورکول کيږي او یوازې د واکمن ګوند غړو ته ترقياتي فنډونه ورکول کيږي۔

د عوامي نېشنل ګوند دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار مومند ډيوه ته وويل اسمبلۍ کې دنزدې دوه نیم لکو خلکو استازیتوب کوي خو په تيرو دوو کالو کې ده ته هيڅ قسمه ترقياتي فنډ نه دی ورکړل شوی.

نثار مومند وويل د پنګو نه ترلاسه کیدو له عمله يي په سيمه کې ترقياتي کارونه په ټپه ولاړ دي۔

د خېبر پښتونخوا صوبائي وزير شوکت يوسفزي ميډيا ته ويلي د مخالفو ګوندونو د اسمبلۍ غړو سره یې خبرې اترې کاميابې شوې دي او دوئ به د اسمبلۍ غړو ته په پنګو ورکولو کې هيڅ توپير نه ساتي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG