لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس کوم او څومره وېکسین به څه وخت په اېشیا کې موجود وي؟


واشنګټن ــــ د کورونا وایرس تر خپرېدو شاوخوا یو کال وروسته د نړۍ د ګڼو هېوادونو درمل جوړوونکو کمپنیو دعوه کړې ده چې د دې نړیوالې وبا وېکسین یې جوړ کړي خو تر اوسه یواځې برتانیا دعوه کوي چې دغه وېکسین یې په رسمي توګه پیل کړي دي.

د درمل جوړونې مشهورې کمپنۍ فایزر د بایو این ټیک، موډرنا او اسټرا زینیکا کمپنیو په همکارۍ پخپلو ازمایښتي وېکسینو ښوولې ده چې د دوی جوړ کړي وېکسین د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره اغېزمن دي.

که څه هم د دغو وېکسینو د رسمي پیل کېدا بهیر لا تر کار لاندې دی، ځینې اېشیایي هېوادونه تمه لري چې په پیل کې د دغو وېکسینو مناسبه اندازه تر لاسه کړي او پخپلو هېوادونو یې کې د کرونا د مخنیوي لپاره وکاروي.

دا چې د سیمې په کومو هېوادونو کې به د کومو وېکسین جوړوونکو کمپنیو څومره وېکسین په پیل کې ووېشل شي، د وېکسینو لپاره څومره تړونونه اعلان شوي او په کلینکونو کې به یې په تجرباتي توګه وکارول شي، هغه په دې ډول دي:

اسټرېلیا:

دې هېواد د کرونا د وېکسین 140 میلینه ډوزه خوندي کړي دي، چې 53.8 میلینه یې له اسټرا زینیکا کمپنۍ اخیستي، ۵۱ میلینه یې له نوواواکس کمپنۍ اخیستي، ۱۰ میلینه یې فایزر کمپنۍ او 25.5 میلینه یې له د کوواکس (COVAX) په نوم د وېشنې له پروګرامه اخیستي دي.

اسټرېلیا تمه لري چې له اسټرا زینیکا کمپنۍ اخیستي 3.8 میلینه وېکسین به په راتلونکو جنورۍ او فرورۍ میاشت کې ووېشي او خلکو ته د ور لګولو بهیر به یې په مارچ میاشت کې پیل کړي.

چین:

چین تر اوسه د درمل یا وېکسین جوړولو له کومې غربي کمپنۍ سره د وېکسین ور لېږلو کوم تړون نه دی اعلان کړی، خو پر ځای یې پخپل هېواد کې دننه له شخصي کمپنیو سره په ګډه د کرونا وایرس وېکسین جوړوي.

دا هم کېدای شي چې د 2021م کال تر نیمایي پورې په چین کې د اسټرازینیکا کمپنۍ وېکسین ومنل شي او د دې کمپنۍ په ملګرتیا د چین خپله شینژین کانګټای کمپنۍ پلان لري چې د روان کال تر پایه د وېکسینو لږ تر لږه 100 میلینه ډزوه جوړ کړي.

د دې تر څنګ د چین شاهنګهای فوسن کمپنۍ په پام کې لري چې د دویمې ازمایښتي برخې لپاره د فایزر او بایو این ټیک کمپنیو درمل وکاروي، همدارنګه تیبت روډیولا کمپنۍ بیا په پام کې لري چې د روس جوړ وېکسین په چین کې استعمال کړي.

خو چین پخپل هم د سینوواک بایوټیک او د سرکاري سینوفارم کمپنۍ په مرسته د بیړنۍ کارونې لپاره درې ډوله وېکسین جوړ کړي دي، سینوفارم کمپنۍ تمه لري چې سږ کال به د دوو وېکسینو د کارولو شرطیه منظوري تر لاسه کړي.

جاپان:

جاپان هېواد له فایزر او بایو این ټیک کمپنۍ سره تړون کړی چې د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې 120 میلینه ډوزه وېکسین ځنې واخلي او په همدې موده کې له اسټرازینیکا کمپنۍ څخه هم د 120 میلینه وېکسینو اخیستلو پلان لري، چې په هغه کې به لومړي ۳۰ میلینه د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې ور ولېږل شي او د دې تر څنګ ۲۵۰ میلینه وېکسین به د نوواکس کمپنۍ له خوا ور ولېږل شي، خو جاپان د دغو کمپنیو تر څنګ له نورو کپمنیو سره هم د وېکسین اخیستلو په اړه خبرې کوي.

کارپوهان وایي د وېکسین جوړولو کمپنۍ دې ته اړتیا لري چې په جاپان کې د وېکسینو د کارونې تر منظورۍ مخکې لږ تر لږه په لومړۍ او دویمه مرحله کې پر خلکو و ازمېیي.

جنوبي کوریا:

جنوبي کوریا هم له اسټرازینیکا، فایزر او ماډرنا کمپنیو سره تړون کړی چې 20 میلینه وېکسین ترې واخلي، همدارنګه څلور میلینه وېکسینه له جانسن او یوې بلې کمپنۍ څخه اخلي چې ویل کېږي دا د دې هېواد د ۳۴ میلینه خلکو لپاره کافي دي.

خو له دې پرته هم جنوبي کوریا د کوویکس پروګرام په مرسته د لس میلینه خلکو لپاره اضافي وېکسین هم تیار کړي او کېدای شي خلکو ته د ور لګولو بهیر یې د راتلونکي کال په پینځه میاشت کې پیل کړي.

هندوستان:

د هند د سیروم انسټیټیوټ مشر- چې د اسټرازینیکا کمپنۍ وېکسین جوړوي- وایي، مخکې له دې چې په راتلونکې فرورۍ او مارچ میاشتو کې د کرونا وېکسینو د بشپړتیا د اعلان اجازه تر لاسه کړي، د خلکو مثبتې ازمایښتي ازموینې به دوی ته اجازه ورکړي چې د روان کال تر پایه د دې وېکسین د بیړنۍ کارونې اجازه تر لاسه کړي.

د دې تر څنګ هند دا تمه هم لري چې تر راتلونکې فرورۍ پورې د حکومت په مرسته خپل وېکسین جوړ کړي، خو له دې سره سره د سپونټیک کمپنۍ د وېکسینو تجربې هم کوي.

تایوان:

تایوان په پام کې لري چې د کوویکس پروګرام په مرسته او له نورو وېکسین جوړوونکو کمپنیو څخه ۱۵ میلینه وېکسین په لومړي پړاو کې تر لاسه کړي، خو کېدای شي ۱۵ میلینه نور اضافي وېکسین هم واخلي او د راتلونکي کال په نیمایي کې یې خلکو ته ور لګول پیل کړي.

ملایشیا:

ملایشیا د جنوبي ختیځې اېشیا لومړنی هېواد دی چې له امریکایي کمپنۍ سره یې تړون لاسلیک کړی او منلې یې ده چې له فایزر کمپنۍ څخه به 12.8 میلینه وېکسین واخلي. ټاکل شوې چې فایزر کمپنۍ دې هېواد ته یو میلین وېکسین د راتلونکي کال د لومړۍ نیمایي تر پایه ور ولېږي.

فیلیپاینز:

دې هېواد هم تېره میاشت اعلان کړی چې له اسټرازینیکا کمپنۍ سره یې د 2.6 میلینه وېکسینو تړون لاسلیک کړی او پر نور یو میلین وېکسینو یې خبرې ورسره روانې دي، چې ټاکل شوې د دې هېواد د ۱۰۸ میلینه ابادۍ تقریباً یو فیصد خلکو ته به ور ولګول شي.

خو د دې تر څنګ فیلیپاینز هڅه کوي له سینوواک،‌ فایزر او نورو کمپنیو څخه هم له ۲۰ تر ۵۰ میلینه وېکسین تر لاسه کړي.

انډونېشیا:

د جنوب ختیځې اېشیا د زیاتې ابادۍ دې هېواد له سینوواک کمپنۍ څخه 125.5 میلینه وېکسین او له نوواواکس کمپڼۍ څخه ۳۰ میلینه وېکسین اخیستي دي، خو له اسټرازینیکا او فایزر کمپنیو سره هم د ۵۰ میلینه نورو وېکسینو په اړه خبرې کوي.

وېتنام:

د وېتنام چارواکي وایي د کوواکس پراګ وېکسین به یې د هېواد یواځې ۲۰ فیصده خلکو ته ولګول شي، خو وایي د خلکو د زیاتې غوښتنې له کبله کېدای شي ژر له نورو کمپنیو سره هم تړونونه وکړي.

بنګله دېش:

بنګله دېش بیا د څنګلوري هېواد هند له سیروم انسټیټیوټ سره تړون کړی چې په مرسته یې له اسټرازینیکا کمپنۍ څخه ۳۰ میلینه وېکسین واخلي، خو دا هېواد تمه لري چې د وېکسینو له نړیوال اتحاد ګاوي څخه به هم ۶۸ میلینه وېکسین تر لاسه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG