لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو مشر ملا اخترمصور ډرون برید کې له وژل کیدو وړاندې پاکستان کې "لائف انشورنس "پالیسي هم اخستې وه


دافغان طالبانو پاکستان کې د وژل شوي مشر ملا اختر منصور په اړه ویل شوي چې هغه په کال ۲۰۱۶م کې په امریکایي ډرون برید کې تر وژل کیدو وړاندې پاکستان کې دخپلې جعلي پیژندګلۍ په کارؤلو سره دیوې شخصي کمپنۍ نه له مرګه وروسته دپیسو ورکولو یا لائف انشورنس پالیسي هم اخستې وه.

ډان ورځپاڼې پخپل رپورټ کې لیکلي چې ددې خبرې پخلی دکراچۍ دترهګرۍ دمخنیوي عدالت کې دملا اختر منصور اؤ دهغه دملګرو په ضد دایف ایي ای لخوا د درج مقدمې داوریدنې په مهال اړونده انشورنس کمپنۍ کړی دی.

ملا اختر منصور د کال ۲۰۱۶م د مې په مياشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې د امریکا په بې پايلټه ډرون بريد کې وژل شوی ؤ. د هغه د وژنې د ځای څخه د پاکستان جوړ يو شناختي کارډ ترلاسه شوی ؤ.

رپورټ‌ کې ویل شوي چې دطالبانو مشر اختر منصور اؤ دهغه ملګرو دجعلي پېژندګلوۍ په اساس د زمکو اخستو دلارې ترهګرو دپاره پنګې راجمع کولې اؤ هغوئ کراچۍ کې د درېوؤ کروړو اؤ ۲۰ؤ لکو روپو پینځه کورونه اؤ پلاټونه اخستي وؤ.

د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای د تېر کال د اسنادو ترمخه ملا اختر منصور د ګل محمد او محمد ولي په نوم جعلي د پېژندګليو، شناختي کارډونه جوړ کړي وو.

رپورټ زیاتوي چې ملا اختر منصور په ډرون برید کې تر وژل کیدو وړاندې پاکستان کې په جعلي پیژندګلوۍ یوه لائف انشورنس پالیسي هم اخستې وه اؤ دغه کمپنۍ ته یې په ۲۱مئ کال ۲۰۱۶م کې په ډرون برید کې له وژل کیدو مخکې درې لکه روپۍ هم ورکړې وې.

سرچینې وایي اړونده انشورنس کمپنۍ دملا اخترمنصور دغه کمپنۍ ته د ورکړل شوؤ درېو لګوؤ روپو چیک په پلټنو بوختو افسرانو ته سپارلی دی ترڅو هغوئ یې عدالت ته ورکړي اؤ بیا په قامي خزانه کې جمع کړل شي.

سرچینې دا هم وایي چې د ایف ایي ای په پلټنو بوختو مامورینو د درېوؤ لکو روپو داچیک په دې وینا سره کمپنۍ ته بیرته سپارلی دی چې د درېوؤ لکو روپو سره باید په دغو پیسو دګټې رقم هم ادا کړل شي ترڅو ټولې پیسې په قامي خزانه کې جمع کړل شي.

سرچینې دا هم وایي چې دشنبې په ورځ انشورنش کمپۍ د درې نیمو لکو روپو چیک په محکمه کې دعدالت د۲۴م ستمبر د امر په اساس جمع کړی دی اؤ دهغه دیو لیلام کړل شوي کور رقم ۹۲لکه روپۍ هم دعدالت دناظر سره جمع کړل شي ترڅو هغه یې قامي خزانه کې جمع کړي.

اېف ايي ای په اخترمنصور(محمدولي، ګل محمد)، اخترمحمد او عمار پرضد د ترهګرۍ د مادو لاندې د پېسو راټولولو او مني لانډرنګ، په دوکه او جعلسازۍ د جاېدادونو اخستو د مادو لاندې مقدمې درج کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG