لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داحتجاجي تحریکونو له زور وروسته دبغاوت قوانینو کې ترمیم دکوم غرض دپاره ؟


پاکستان کې دحکومتي اؤ پوځي کړنو په ضد په دې وروستیو کې دپیل شوؤ سیاسي اؤ ولسي تحریکونو نه وروسته پاکستاني مطبوعات وایي چې حکومت اوس دبغاوت کوونکو یا بغاوت ته دخلکو لمسوونکو په ضد سمدستي ګامونو اخستو دپاره موجوده قوانینو کې دبدلون پرېکړه کړې ده.

دبغاوت په ضد دنوؤ قوانینو له مخې به اوس دیو تن په ضد دیاغيتوب دمقدمې درج کولو دپاره مرکزي کابېنې څخه منظورۍ اخستل ضروري نه وي بلکې دصوبو دکورنیو چارو سکتران به واک لري چې دیو چا په ضد له خپله انده دبغاوت یا بغاوت ته دلمسولو مقدمې درج کړي.

څېړونکي وایي دا مهال پاکستان کې دحکومت اؤ پوځ دکړنو په ضد دپي‌ ډي‌ ایم، پښتون ژغورنې غورځنګ،بلوڅانو،سندهیانو اؤ سرائیکیانو لخوا بیلا بیل غږونه پورته کیږي اؤ ددې غږونو دغلي کولو په غرض حکومت دبغاوت په اړه قوانینو کې دبدلون منظوري ورکړې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي په پاکستان کې د فوجدارۍ دضابطې د ۱۹۶مې مادې په اساس د مرکزي حکومت څخه دبغاوت اؤ بغاوت ته دلمسوونکو په ضد دمقدمو درج کولو واک دصوبو داخله سکترانو ته ورکړل شوی اؤ صوبې به اوس پخپله دریاست په ضد دبغاوت کوونکو په ضد مقدمې درج کولی شي.

دقانون پوهانو وینا ده چې تر دې وړاندې به پاکستان کې دچا په ضد دبغاوت مقدمه درج کیدله اؤ مرکزي کابینې څخه به دهغې اجازه نه وه اخستل شوې نو په عدالتونو کې به دغه مقدمه غیرقانوني بلل کیده خو اوس چې صوبه دهر چا په ضد وغواړي دیاغیتوب مقدمه به درج کولی شي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو برخو کې دپښتون ژغورنې غورځنګ اؤ دحکومت مخالفه ګوندونو پي ډي ایم دیو شمیر مشرانو په ضد دبغاوت اؤ دخلکو بغاوت ته د راپارؤلو مقدمې درج کړل شوي دي.

دخیبر پښتونخوا سره تړاؤ لرونکی وتلی خبریال ښاغلی فخر کاکاخیل وایي چې په پاکستان کې وړاندې نه دیاغییتوب دقانون تعارف یا پیژندنه مبهمه ده اؤ اؤ په مشاهده کې راغلي چې دیاغیتوب قانون زیاتره وخت د وخت واکمنانو دخپلو مخالفینو په ضد کارولی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي فخر کاکاخیل ویلي پاکستان کې په بیلابیلو وختونو کې په خلکو دغدارۍ ټاپې هم لګول شوي اؤ مقدمې هم پرې درج شوي خو دهغه په وینا:

“په دې وروستیو کې چې داسې اطلاعات مخې ته راغلل چې دهند له لوري جوړه شوې یوه کمپني پاکستان کې دبیلابیلو لارو دخپلې بیانیې مخ په وړاندې دبوتللو هڅه کوي نو پاکستان دغه اطلاعات یا ګنګوسې ځانته جواز جوړ کړو اؤ غواړي چې دغیرو په وینا دلته کوم خلک د ریاست دبدنامولو اؤ کمزوري کولو دپاره خبرې اؤ بحثونه کوي نو دهغوئ په ضد باید دبغاوت یا غدارۍ مقدمې درج کړل شي”

خو فخر کاکاخیل وایي چې دا یوازې حربې دي ځکه چې کله ریاست خپل ولس ته انصاف نه شي ورکولی، حقیقتونه نه شي اوریدلی اؤ لیدلی،دظلم مخنیوی نه شي کولی نو هلته اسانه لاره دا وي چې خپل مخالف غږونه واکمنان د زور اؤ جبر دلارې غلي کړي.

خبریال کاکاخیل وایي دلته دبغاوت تعارف ډير مبهم دی ،مونږ نه شو ویلی چې چاته به باغي وایو ځکه چې دبیان ازادي د هر وګړي بنیادي حق دی خو دلته لیدل شوي چې دبیان دازادۍ ته دغدارۍ نوم ورکړل شوی.

هغه وویل که یو څوک دخپل حق اؤ شخصي ازادۍ دپاره غږ پورته کوي نو دا حق هغه ته دپاکستان ائین ورکړی دی خو دداسې قوانینو دلارې عموماً د وګړو څخه خپل دغه بنیادي حق ریاست تروړي .

نوموړی زیاتوي دا مهال مونږ وینو چې په پاکستان کې بیلابیل غورځنګونه روان دي که هغه دپي‌ ډي ایم یا پښتون تحفظ موومنټ په شکل کې دي اؤ که دبلوڅانو،سندهیانو، سرائیکیانو اؤ حتی دګلګت بلتستان دخلکو لخوا راپورته کیږي اؤ دا اوس چې کوم قوانین منظور کړل شوي ددې اساسي مقصد دغه غږونه غلي کول دي.

خو بل لوري ته بیا ډاڼ ورځپاڼه دچارواکو له خولي لیکي چې دبغاوت په اړه قوانینو کې دبدلون مقصد دقانوني کارووایۍ عمل اسان جوړؤل د

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG