لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پولیسو عدالت کې په بابر اعظم دحامیزه نومې جینۍ لخوا دجنسي زیاتي لګول شوي تورونه دروغ بللي


پولیسو په عدالت کې دحامیزه نومې جینۍ لخوا دپاکستان کرکټ دملي لوبډلې دمشر بابراعظم په ضد دجنسي تشدد تورونه دروغ بللي دي اؤ وایي دغې جینۍ سره هیڅ داسې کوټلی ثبوت نشته چې په بابر اعظم لګول شوي تورونه پرې ریښتونې ثابت شي.

حامیزه نومې جینۍ په دې وروستیو کې په لاهور پریس کلب کې رسنیو ته ویلي وؤ چې دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر بابر اعظم هغه د واده په تمه ساتلې وه تر لسو کالو یې پرې جنسي تیری کړی دی.

هغې دا هم ویلي وؤ چې دبابر اعظم نه حامله شوې وه خو هغه پرې حمل ضائع کړی اؤ جسماني تشدد یې پرې هم کړی دی.

بابر اعظم لا پخپله دې تورونو ته څه جواب نه دی ورکړی خو هغه ته دنزدې سرچینو له خولې بیلابیلو پاکستاني رسنیو ویلي ښاغلي اعظم دیادې جینۍ سره داسې هیڅ اړېکې نه دي لرلي.

حامیزه دپولیسو ترڅنګ محکمې ته هم عریضه کړې وه چې باید پولیسو ته دبابر اعظم په ضد دمقدمې درج کولو امر وکړي خو رسنۍ وایي چې پولیسو محکمې ته ویلي په بابر اعظم د حامیزه لګول شوي تورونه حقیقت نه لري.

دلاهور په ضلعي عدالت کې دپولیسو لخوا جمع کړل شوي دپلټنو رپورټ کې ویلي شوي چې دې جینۍ په کال ۲۰۱۷مې کې دبابر اعظم په ضد دمقدمې درج کولو عریضه کړې وه اؤ پولیسو دغه عریضه باندې هغه وخت اړین ګام اخستی ؤ.

رپورټ کې ویل شوې حامیزه په داسې څه کوټلو ثبوتونو ورکولو کې پاتې راغلې ده چې ترې ثابته شي چې ګنې بابر اعظم په هغې جنسي تیری کړی دی.

په دې وروستیو کې حامیزه رسنیو ته پخپل موبائیل کې دبابر اعظم ځینې لیکل شوي پیغامونه اؤ دهغې سره ګډ اخستل شوي عکسونه هم ښودلي وؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې بابر اعظم هغې سره واده کول غوښتو خو دهغه اؤ ددې کورنۍ دې واده ته غاړه نه اېښوده نو بیا بابر اعظم محکمه کې د واده کولو په پلمه د کوره وویسته اؤ تر اوږدې مودې یې د کرایه په یو کور کې لکه دخپلې ښځې ساتلې وه.

هغې دا دعوه هم کړې چې دې به دسیلون یا ډول سینګار په کار کې څومره پیسې ګټلې هغه ترې بابر اعظم اخستې خو کله چې هغه دکرکټ په میدان کې قدم کېښودو اؤ دې ترې د واده غوښتنه وکړه نو بابر اعظم خپلې سترګې بدلې کړې اؤ له واده یې انکار وکړو.

دبابر اعظم یا دپاکستان کرکټ بورډ له لوري دحامیزه تورونو ته لا نیغ په نیغه څه ځواب نه دی ویل شوی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG