لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت وايي د مالياتي قامي کمېشن د صوبو سره په حساب غور کوي، خو مخالفه ګوندونه يې د ائين سرغړونه بولي


مرکزي حکومت وایي د قامي مالياتي اېوارډ [اېن اېف سي] هغه طريقه کار [مېکانيزم] ته وده ورکوي چې صوبې د اېن اېف سي پېسې څنګه مصرفوي دا په حساب کې راولي، خو مخالفه ګوندونه وايي د مرکزي حکومت دغه کار د ائين سره په ټکر دی.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ويلي د مرکزي کابينې په غونډه کې د اېن اېف سي اېوارډ په مېکانيزم بحث شوی چې صوبو ته په قامي مالياتي اېوارډ کې کوم فنډ يا پېسې ورکول کيږي، صوبې دغه پېسې څنګه کاروي؟ حکومت په دې غور کوي چې د صوبو سره د دغو پېسو حساب وشي.

شبلي فراز دعوه کړې چې مرکز صوبو ته څومره پېسې ورکوي او صوبې څومره امدن کوي د دې ترمنځ فرق يا خلا ده، د کوم له امله چې د صوبو حکومتونه خپل محصولات نه سېوا کوي.

هغه ويلي له دې امله صوبې د امدن سېوا کولو هڅې نه کوي ځکه چې صوبې پوهه دي چې پېسې ورته مېلاويږي او صوبې د اېن اېف سي د پېسو په پرتله کم محصولات ترلاسه کوي.

شبلي فراز ويلي، د 18م ائيني بدلون ختمولو خبره نه کوي خو په کومو ځايونو کې چې نيمګړتياوې پاتې شوي د هغې په ښه کولو کار پکار دی.

خو د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک وايي، د 18م ائيني بدلون وروسته مرکزي حکومت دا اختيار نه لري چې د صوبو په کار کې کار وساتي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل مرکزي حکومت خپله ائيني زمه واري سر ته نه رسوي د مرکزي حکومت زمه واري ده چې اېن اېف سي اېوارډ جاري کړي د خېبرپښتونخوا مرکز ته د بجلۍ د ګټې په مد کې پينځه نيم سوه اربه روپۍ قرض دي، او خېبرپښتونخوا د ورځې په سر 50زره بېرله تېل پېدا کوي او په مرکز يې د هغې په مد کې فېډرل ايکسايز ډيوټي ده د هغې 190 اربه روپۍ جوړيږي هغه هم پاتې دي.

هغه وويل مرکزي حکومت یواځې دې ته ناست دی چې د صوبو په کار کې کار وساتي خپل کار يې پرېښودی دی د کوم له امله چې صوبو ته تاوان رسي او په ځانګړي ډول يې خېبرپښتونخوا صوبه سخته اغېزمنه کړې ده.

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند غړی احمد کونډي هم د سردار بابک دريځ تاييدوي او وايي مرکزي حکومت که خپل خواهشات لري هغه په خپل ځای دي او د اېن اېف سي اېوارډ مېکانزم په ائين کې ښکاره دی.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که مرکزي حکومت د مېکانزم يا بلې لارې د صوبې په حق د ډاکې اچولو هڅه کوي دوی به یې داسې کولو ته کله پرې نه ږدي.

د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ ممبران وايي پکار ده چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت لسم اېن اېف سي اېوارډ جاري کړي او د صوبو پرمختيايي کارونه روان شي.

اېن اېف سي اېوارډ يا مالياتي قامي کمېشن څه دی؟

اېن اېف سي اېوارډ يا قامي مالیاتي کمېشن مرکزي حکومت ته د ټېکسونو او محصولاتو د لارې د ترلاسه کېدونکي ټول امدن د وېش دپاره جوړيږي، او د کال 1973م د ائين د 160 مادې لاندې د ملک صدر هر پينځه کاله وروسته دا کمېشن جوړوي.

دا کمېشن د وسايلو د وېش دپاره طريقه کار جوړوي چې د ټول امدن څومره برخه مرکز ته او څومره صوبو ته ورکړی شي، او بيا چې د صوبو څومره برخه وي کمېشن به دا هم ټاکي چې د صوبو ترمنځ وېش د کومې فارمولې لاندې وشي.

په کال 2010م کې د پاکستان پيپلز ګوند په حکومت کې په اووم اېن اېف سي اېوارډ کې د صوبايي خپلواکۍ په لړ کې دا پرمختګ شوی ؤ چې په اېن اېف سي اېوارډ کې د مرکزي حکومت په پرتله زياته برخه صوبو ته ورکړی شوې وه، له دې وړاندې به د قامي امدن زياته برخه مرکز اخسته.

په اووم اېن اېف سي اېوارډ کې ټاکل شوې وه چې که د ملک ټول امدن 100 روپۍ وي نو دوه څلوېښت نيمې روپۍ به مرکزي حکومت او پاتې اووه پنځوس نيمې به په څلورو واړو صوبو وېشلی شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، د 18م ائيني بدلون وروسته د ولسی اسانتياؤ ورکول د مرکز سره نه دي پاتې شوي او که اوس د صوبو نه فنډ کميږي نو اغېزې به يې نېغې په ولس کيږي ځکه چې که د صوبې سره پېسې نه وي نو د پرمختیايي پروژو اغېزمنو کېدو سره به د صحت او تعليم ترڅنګ نورې اسانتياوې هم متاثره کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG