لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په ترکي بندېزونه لګولي، پاکستان پرې اندېښنه څرګنده کړې


پاکستان د امریکې لخوا په ترکي د لګېدلو بندېزونو په تړاؤ سخته اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار يې کړی چې ټولې مسلې دې د خبرو اترو د لارې هوارې شي.

امريکې د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي چې ترکي د روس څخه د اېس - 400 ډيفنس ميزايل نظام اخستو پرېکړه کړې ځکه په انقره بندېزونه لګوي.

پاکستان پرې ولې اندېښنه څرګنده کړې؟

د امریکې لخوا په انقره بندېزونه د پاکستان او ترکي ترمنځ د پوځي سازوسامان تړون اغېزمنولی شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د شورو/ چارشنبې په ورځ ويلي پاکستان به د هر هغه هېواد اصولي مخالفت کوي چې يو اړخيزه ګامونه پورته کوي.

ويل کيږي د ترکي کمپنۍ د پاکستان د سمندري ځواک د ګزمې دپاره جهاز او ټېنکر فليټ او ورسره یې فرانسي ابدوزونه ښه کوي.

له دې وړاندې په کال 2018م کې هم انقره د پاکستان سره د 30، ټي-129 برید کوونکو هيلي کاپټرو تړون کړی ؤ.

خو په دغه تړون کې هم څه پرمختګ نه ؤ شوی ځکه چې امریکا ترکي ته د دغو جنګي هيلي کاپټرو بل هېواد ته د ورکولو يا صادراتو لائسنس نه ؤ ورکړی.

ويل کيږي د پاکستان او د ترکي د جهازونو جوړولو يوې کمپنۍ ترمنځ بل تړون شوی چې دغه کمپنۍ به د پاکستان سمندري ځواک ته څلور ملګم جنګي جهازونه ورکوي.

د دغو جهازونو په اړه ويل کيږي چې د ريډار څخه د پټېدو توان لري.

پاکستاني چارواکي هيله لري چې د 2021 کال تر اخرې پورې ورته دغه جهازونه ترلاسه شي.

خو د جنګي جهازونو ملګم او ټي-129 کې کارېدونکې آلات امریکا ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG