لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان او پاکستان کې د مقناطیسي بمونو وروستیو بریدونو خلک اندېښمن کړي


واشنګټن ــــ په افغانستان او پاکستان کې په موټرو پسې د مقناطیسي نښلېدونکو بمونو وروستیو پېښو چارواکي، خبریالان، ټولنیز او سیاسي فعالان اندېښمن کړي دي، چې په نتیجه کې یې ګڼ‌ شمېر چارواکي او خبریالان وژل شوي دي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په افغانستان کې په وروستیو کې د چسپکي بم بریدونو لږ تر لږه 10 حکومتي چارواکي وژلي دي چې اکثر په کابل کې چاودل شوي دي او تور یې پر وسلوالو طالبانو لګېږي.

افغان امنیتي چارواکي او بهرني ډیپلومېټان وایي، په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، د وسلوالو له خوا د چسپکي بمونو د ایښودلو مقصد د عامو خلکو د وژنو مخه نیول او په وړو بریدونو د خپل هدف په تر لاسه کولو ویره خپرول دي.

رایټرز د افغانستان لپاره د یوه غربي سفارتکار له خولې لیکلي "د داخلي استخباراتو له یاداشتونو ښکاري چې طالبان د پلان له مخې د حکومت لوړپوړي چارواکي او نور هغه مشهور کسان له منځه وړي چې د دوی مخالف وي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، د چسپکي بمونو وروستي ځینې بریدونه دوی کړي خو وایي یواځې حکومتي چارواکي یې په نخښه کړي چې له دوی سره هم په جګړه بوخت دي او هم ورسره مذاکرات کوي:

"موږ به د دښمن په نخښه کولو ته دوام ورکوو او په راتلونکي کې به هم مهم حکومتي چارواکي له منځه وړو، خو پر خبریالانو او مدني فعالانو موږ بریدونه نه کوو".

د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم دوې ورځې وړاندې د رېنجر پولیسو پر یو موټر د مقناطیسي بم چاودنه شوې وه او د دې تر څنګ د یو چینایي وګړي پر موټر هم چسپکي بم نښلول شوی وو چې تر چاودلو مخکې ناکاره کړل شوی وو.

د کراچۍ پولیس وایي د چینایي وګړي په موټر پسې سریښ شوی مقناطیسي بم یې لیبارټرۍ ته د څېړنې لپاره لېږلی خو وایي د پېښې مقدمه یې درج کړې او پلټنه یې روانه ده چې وایي په دې ترڅ کې یې د څارونکې کېمرې ویډیو هم تر لاسه کړې او پکې لیدل کېږي چې پر موټرسایکل یو تن راځي او په موټر پورې دغه بم نښلوي.

په کراچۍ کې د دغو مقناطیسي بمونو تور تر اوسه په چا نه دی پورې شوی او نه یې هم کومې وسلوالې ډلې ذمه واري منلې ده، خو افغان طالبان وایي دوی په افغانستان کې هغه څوک د دغو چسپکي بمونو په وسیله په نخښه کوي چې یا د جګړې په میدان او له حکومتي دفترونو د دوی په ضد جنګېږي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د وروستیو ټولو چسپکي بمونو په وسیله د هدفي بریدونو تور په طالبانو پورې کوي. اتو تنو لوړپوړو افغان چارواکو، درې ځایي خبریالانو او دوه ښځینه پروفیسرانو په کابل کې رایټرز ته ویلي، د چسپکي بمونو له ډاره یې په وروستیو کې خپلو دفترونو ته د تګ راتګ لارې او ټراسپورټ بدل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د غور ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان هم د چسپکي بمونو په بریدونو کې و وژل شول او تر هغه مخکې په تېره نومبر میاشت کې په هلمند کې د ازادي‌ رېډیو خبریال الیاس داعي هم د چسپکي بم برید په نتیجه کې و وژل شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG