لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: د علي وزیر د خلاصون لپاره د جمعې په ورځ نړیوال لاریونونه کېږي


منظور پښتین د چمن په یوې غونډه کې د وینا په حال کې
منظور پښتین د چمن په یوې غونډه کې د وینا په حال کې

منظور پښتین: د علي وزیر د خلاصون لپاره د جمعې په ورځ نړیوال لاریونونه کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان د پولیسو لخوا د غورځنګ د مخکښ نیول شوي مشر علي وزیر د خلاصون لپاره د نړیوالو لاریونونو خبر ورکری.

ښاغلي پښتین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه په خپلې فیسبوک پاڼه باندې ویلي دي چې دغه لاریونونه به سبا یعنې د جمعې په ورځ ترسره کېږي.‌

نوموړي د لاریونونو د ځایونو یو اوږد نوملړ هم له خپل پوست سره خپور کړی چې د لاریون لپاره پکې په پاکستان، افغانستان او جرمني کې د لاریون ۳۴ ځایونه او ورسره د لایون وختونه کتار شوي دي.

د پاکستان د قامي اسامبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د قربانیانو په یاد د یوې جوړې شوې غونډې په پای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې پرون د پېښور پوليسو نيولی ؤ، عدالت نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د سيند پوليس ته سپارلی دی.

د پي ټي اېم وکيل فرهاد اپريدی وايي علي وزير نن د پېښور پوليسو جوډيشل مجسټرېټ نور الحق ته پېش کړو او نوموړي مجسټرېټ د سيند پوليس څخه د هغه په اړه قانوني اسناد وغوښته او د قانوني اسنادو په ورکولو علي وزير د سيند پوليس ته په راهدارۍ ريمانډ وسپارلی شو.

پرون د پېښور د شرقي يا ختيځې تاڼې پوليس ويلي ؤ د کراچۍ د پوليس په يوه مقدمه [اېف ايي ار] کې يې علي وزير نيولی ؤ.

په علي وزير او پي ټي اېم په نورو مشرانو په کراچۍ کې په شپږم دسمبر د پي ټي اېم د جلسې وروسته اېف ايي ار شوی او په اېف ايي ار کې دعوه شوې چې د پي ټي اېم جلسې ته وېنا کوونکو د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه ځکه د دوی پرضد مقدمه درج شوې ده.

د پي ټي اېم مخکښ او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی ميرکلام وزير وايي، يوه خبره دا چې په علي وزير مقدمه په کراچۍ کې درج شوې خو ګرفتاري يې په پېښور کې وشوه، هغه وايي په پېښور کې د علي وزیر ګرفتاري دوی د خېبرپښتونخوا د پوليس سره د مخامخ کولو هڅه ده.

وي او اي ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل پي ټي اېم به نن د علي وزیر او د غورځنګ د نورو بنديوانو غړو د راخلاصولو دپاره خپله تګلاره اعلانوي.

بل لور ته د سيند پوليس وي اوای ډيوه سره د پي ټي اېم پرضد د جوړې مقدمې رپورټ شريک کړی او چارواکي يې دومره وايي چې د سيند صوبې د محکمه داخله په حکم دغه کار شوی دی د نور څه ویلو څخه ډډه کوي.

وي اوای ډيوه د سيند حکومت د ویاند سره د تماس هڅه کړې خو هغه ورته کوم ځواب نه دی کړی.

په کراچۍ کې دپي ټي اېم مشران وايي په ياده مقدمه کې تراوسه پورې په کراچۍ کې د چا ګرفتاري نه ده شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG