د امریکا د پوځ لوړ پوړي مشر د افغانستان د صدر او په قطر کې د طالب مشرانو سره ليدلي او په افغانستان کې د تشدد په کمولو يې ورسره ټينګار کړی دی.
د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلي د نهې/سه شنبې په ورځ د قطر سفر کړی د طالب مشرانو سره يې ليدلي او د شورو/چارشنبې په ورځ يې په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدلي دي.
ميلی سره په سفر کې خبريالانو سره په خبرو کې هغه ویلي، د افغان حکومت او طالبانو سره د خبرو مهمه موضوع يې د تشدد کمولو وه او نورې خبرې په دې پورې اړونده وې.
نوموړي د خپلو خبرو په اړه نور جذیات نه دي شريک کړي.
د وي او ای انګرېزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د امریکايي پوځ مشر نزدې تر دوه ساعتونو پورې د طالب استازو سره ليدلي دي.
ویل شوي دا د نوموړي د طالب استازو سره دوېمه ليدنه وه له دې وړاندې يې ورسره په جون کې ليدلي خو د دغه ليدنې په اړه مطبوعاتو ته څه نه ؤ ويل شوي.
پېنټاګون د زيارت/پنجشنبې په ویلي جنرل میلی د اشرف غني سره د افغانستان د امنیت په اړه بحث کړی خو پېنټاګون په دوحه کې د طالب مشرانو سره د ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.
ويل شوي امریکا ژمنه ده چې د افغان ځواکونو مرستې به دوامداره ساتي چې افغانستان خوندي او باثباته وي.
ارګ هم ویلي ميلی د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
د امریکا د پوځ مشر په داسې حال کې د کابل او دوحې سفرونه کړی چې د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميه وايي د راتلونکې مياشتې د نيمايۍ پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېره د 4500 نه تر 2500 راکموي.
د فرورۍ په مياشت کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامه شوې او بيا د ستمبر په مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنخ خبرې پېل شوي چې پکې د ځنډ هم ښکار شوي او اوس په دغو خبرو کې د 14م دسمبر نه تر پينځمې جنورۍ پورې وقفه ده.
د فرورۍ د توافقنامې لاندې طالبانو په امریکايي ځواکونو بريدونه ودرولي خو په افغان ځواکونو يې بريدونه دوام لري.
په افغانستان کې د تشدد او بدامنۍ د پېښو چې ولسي وګړي هم ښکار کيږي طالبان او حکومت يې تور په يو بل لګوي.