لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزير، نور الله ترين او نور د 30 دسمبر پورې پوليس ته په ريمانډ ورکړی شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر، په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او دوی سره نیول شوي درې نور کسان عدالت د 30م دسمبر پورې پوليس ته په ریمانډ حواله کړه.

د کراچۍ د سهراب ګوټ پوليس تاڼې پوليس افسر انسپکټر محبوب الاهي چې د علي وزير نور الله ترين او نورو د قضيې پلټنې کوي، وي او ای ډیوه سره يې په خبرو کې وویل د ترهګرۍ د قضيو د اورېدنو عدالت د 30م دسمبر پورې نيول شوي ملزمان دوی ته حواله کړه.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم بل مشر محمد شېر مسيد وايي دوی ته نه مالومه چې علي وزير او نور به د ترهګرۍ د قضيو د اورېدنو عدالت ته وړاندې کوي، ځکه چې وکیلانو يې ورته ویلي ؤ د ملير د سيشن کورټ عدالت ته به يې مخامخ کوي.

په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ پوليس سټېشن کې د پي ټي اېم جلسې ته په وېناکوونکو مقدمه درج کړی شوې چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او محسن داوړ هم شامل دي، په مقدمه کې ويل شوي چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

د قضي پلټنې کوونکی پوليس افسر وايي "که په اېف ايي ار کې د ترهګرۍ ماده نه وي او بيا وروسته د ترهګرۍ کومه خبره مالومه شي نو د پلټنو په وخت هم دا ماده شاملېدی شي".

محمد شېر مسيد وايي پوليس چې نن عدالت ته د علي وزیر او نور الله ترين سره درې نور کسان چې شېرايوب، بصير خان او محمد حسن نوميږي، د دوی نومونه يې په اېف ايي ار کې نه ؤ شامل، پوليس تېره شپه هغه وخت نيولي چې په نور الله ترين پسې تاڼې ته ورغلي او بيا پوليسو بند کړي وو.

خو پوليس افسر د دوی د نیولو په اړه وايي، "که په اېف ايي ار کې نوم نه وي او کومه کارروايي شوي وي نو ايا تمه به کولی شي چې د واردات کوونکو نوم په اېف ايي ار کې نشته، مدعي هم د هغوپېژندګلو کولی شي".

علي وزیر چې په 16م دسمبر د پېښور پوليسو نيولی د کراچۍ د پوليسو په وېنا د جمعې په شپه ناوخته یې په جهاز کې کراچۍ ته راوستی ؤ.

او د پي ټي اېم ځايي مشر نور الله ترین پرون ماښام پوليسو په داسې حال کې نيولی ؤ چې دوی د علي وزیر د نيولو پرضد احتجاجي مظاهره کوله.

د سهراب ګوټ پوليس ویلي نور الله ترين يې هم د جلسې په مقدمه کې نيولی دی.

پي ټي اېم د علي وزير د نيولو پرضد پرون د جمعې په ورځ په ټول ملک کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG