لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې به ډېر انټرنېټ روان شي، بنګش


د جنوبي وزيرستان زده کوونکي د انټرنېټ دپاره احتجاج کوي
د جنوبي وزيرستان زده کوونکي د انټرنېټ دپاره احتجاج کوي

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په قبايلي ضلعو کې د انټرنېټ روانولو دپاره د صوبې حکومت او پاکستان سافټ ويئر بورډ يو يادداشت لاسليکوي چې ترمخه به يې په ټولو قبايلي ضلعو کې ډېر زر انټرنېټ روان شي.

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی د ټيکنالوجۍ په برخه کې مرستیال ضياالله بنګش وايي، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا حکومت د پاکستان سافټ ويئر بورډ سره يو يادداشت لاسليک کوي چې ترمخه به يې په ټولو قبايلي ضلعو کې ډېر زر انټرنېټ روان شي او په وزيرستان کې به سافټ ويئر هاؤسنګ پارک هم جوړ کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په پاکستان کې د شخصي کمپنيانو ټيلي نار، جاز او يوفون سره یې خبره شوې چې په سمدستي ډول په علاقه کې [تهري جي] او [فور جي] انټرنېټ روان کړي.

هغه وويل د پاکستان ټيلي کمپونيکېشن کمپنۍ [پي ټي سي اېل] نزدې په ټولو علاقو کې فايبر اپټک يا په تار غځولو کار پېل کړی او نزدې د ټولو ضلعو مرکزونو ته رسول شوی دی.

بنګش په قبايلي ضلعو کې د انټرنېټ د بحالۍ خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې نزدې د ټولو قبايلو ضلعو څخه په ځانګړي ډول زده کوونکو احتجاجي مظاهرې کړي چې په علاقه کې دې دوی ته انټرنېټ په ځای شي ځکه چې د کرونا وبا له امله دوی د ان لائن يا انټرنېټ د لارې د زده کړو څخه محرومه پاتې کيږي.

رجب اورکزۍ چې په قبايلي ضلعو کې د موبايل د يوې شخصۍ کمپنۍ سره کار کوي وايي په قبايلي ضلعو کې چې د موبايل کمپنيانو څومره ټاورې لګېدلي هغه د پوځي عملیاتو وروسته لګول شوي او د تهري جي فور جي دپاره تیارې دي.

خو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که کمپنيانو ته اجازه ترلاسه شي دوی کولی شي چې چرته ټاورې لګېدلي د يوې ورځې نه تر يوې اوونۍ پورې په علاقه کې انټرنېټ روان کړي.

ورسره نوموړي وویل په کومو علاقو کې چې ټاورې نه دي لګېدلي هلته د ټاور لګېدو او انټرنېټ روانولو کې د څلورو نه تر شپږو مياشتو پورې وخت لګېدی شي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د کال 2019م په مارچ کې په باجوړ کې د تهري جي او فور جي انټرنېټ روانولو ويلي ؤ خو د علاقې د خلکو په وېنا په ټول باجوړ کې تراوسه پورې انټرنېټ کار نه کوي.

دغه ډول د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان هم تېر کال د مارچ په مياشت کې د میرانشاه سفر کړی او په علاقه کې يې د تهري جي او فور جي انټرنېټ پرانسته کړې وه خو په وزیرستان کې خلک وايي چې هلته تراوسه پورې انټرنېټ څه چې په زیاترو علاقو کې موبايل سروس هم کار نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG