لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د پي ټي اېم بل مشر نيول شوی


محمد شېر مسيد
محمد شېر مسيد

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] بل مشر محمد شېر خان مسید پولیسو نیولی دی، پوليس وايي هغه هم د کراچۍ د پي ټي اېم د شپږم دسمبر د جلسې په مقدمه کې نيول شوی دی.

د پي ټي اېم د کراچۍ د کور کمېټۍ غړي محمد الله وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، تېره شپه نزدې 11 بجې پوليسو د محمد شېر مسيد په کور چاپه اچولې او نيولي يې دي.

پوليس افسر انسپکټر محبوب الهي چې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر د جلسې په مقدمه کې د نیول شوؤ علي وزير، نور الله ترين او نورو نه پلټنې کوي، د محمد شېر مسيد د نيولو تاييد کوي.

محمد الله وايي په بل چا نه دي خبر خو ګڼي چې نورې ګرفتاريانې به هم وشي.

د شپږم دسمبر د کراچۍ د پي ټي اېم د جلسې په جوړه مقدمه کې له وړاندې نه د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير په پېښور کې نيول شوی او پوليسو بيا کراچې ته راوستی ؤ.

د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد چې پي ټي اېم احتجاجي مظاهرې کولې په کراچۍ کې د مظاهرې په وخت نور الله ترين او وروسته بيا نور درې کسان نيول شوي وو.

علي وزير او نورالله ترين سره د درېو نورو ملګرو په 19 دسمبر عدالت ته وړاندې کړی شوي، او عدالت بيا د 30م دسمبر پورې په ريمانډ پوليس ته حواله کړي دي.

د کراچۍ د سهراب ګوټ تاڼې د پوليس په جوړه مقدمه کې د منظورپشتین، علي وزير، محسن داوړ، نور الله ترين او محمد شېر محسود سره د ګڼو کسانو نومونه ليکل شوي او ويل شوی چې په دغه جلسه کې د 1800 نه تر 2000 پورې کسانو ګډون کړی او پرضد يې مقدمه درج شوې ده.

د مقدمې ترمخه د جلسې ګډون والو ته وېنا کوونکو د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې ده، ځکه د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د مادو 34، 188، 505 –(2)، 153-A، 120-B لاندې مقدمه درج شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG