لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اېچ ار سي پي: بې وسه خلک او په ځانګړي ډول ښځې دې د کمېشن نه ویړيا قانوني مرستې ترلاسه کړي


په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] د خېبرپښتونخوا صوبې دفتر ويلي، بې وسه خلک او په ځانګړي ډول ښځې چې کومه عدالتي ستونزه لري او د وکیل نیولو وس يې نه وي، دې ډول خلکو ته د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ويړیا قانوني مرستې ورکوي.

د بشري حقونو د کمېشن دفتر ويلي، څوک چې ويړیا قانوني مرستو ته اړتیا لري هغه کولی شي د پېښور دفتر ته راشي او د ويړیا قانوني مرستو لپاره خواست ورکړي.

د خېبرپښتونخوا د کمېشن د څانګې مشر شاهد محمود وايي، د ويړیا قانوني مرستې لپاره به خواست کوونکي ته یو وکیل ورکول کیږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، چې دلته د ښځو او ماشومانو سره تشدد ډېر سېوا دی خو د دوی په وړاندې تر ټولو لوی خنډ د وکیلانو مصرف دی هغه وویل د دې له امله په خصوصی توګه په قبایلی سیمو کې او په بندوبستي علاقو کې خلک تشدد زغمی خو د عدالت نه مرسته نه غواړي.

د بشري حقونو فعال د بشري حقونو د کمېشن دغه ګام ستايي چې بې وسه خلکو ته ويړيا قانوني اسانتياوې ورکوي.

د خویندو جرګې په نوم یوې غېر دولتي ادارې فعاله تبسم عدنان وايي په خېبر پښتونخوا کې او په خصوصي توګه په صوبه کې نوې شاملې کړی شوې قبایلي ضلعو کې کورنی تشدد ډېرسېوا دی.

وي او ای ډیوه سره په خبروکې هغې وويل، يو خو د ظلم او ظالم خبره ده او بل چې څوک دا تشدد زغمي دا په خپله هم لوی ظلم دې او د دې پرضد راوتل پکار دي. او دې برخلاف راوتل پکار دی

تبسم عدنان واي دلته غټه مسله مقامي روایات دي او غټ خنډ دا دی چې په پښتنه ټولنه کې زنانه د سړو سره خبرې نشې کولې او د دوی لپاره په قبایلي ضلعو کې د پولیسو په تاڼو کې زنانه پولیس بالکل نشته چې د هغوی سره د خپلو ستونزو په اړوند خبرې وکړی او په بندوبستی ضلعو کې هم په پولیسو تاڼو کې ښځینه پولیس بیخی د نشته برابر دی.

د بشری حقونو فعال تیمور کمال وايي جنسی تیری، په وړوکوالي کې واده، بې درکه کسان یا چې بل کوم ظلم شوی وي چې پکې د بشری حقونو سرغړونه شوې وي او دا ټول ظلم زیاتره له هغو خلکو سره کیږی چې کوم غریبان وي، هغوی د بشري حقونو د کمېشن لخوا ويړيا مرستې ورکول د ستاينې وړ ګام دی.

فعاله سیده نظره وايي په حکومتي کچه هم داسې قسمه خلکو ته دا اسنتیاوې تر لاسه دي خو خلکو ته د دې معلومات نشته چې ګټې ترې پورته کړي.

د پیښور یونیورسټۍ پروفېسر نسرین نصیر وايي د دې لپاره د پاکستان په ائین کې سخت قوانین دي خو دغه ستونزې عدالتونو ته ځکه نه راځي چې زمونږه خلکو سره پوهه نشته او په یو روایتی چوکاټ کې بند دي.

هغه وايي په ځانګړي ډول په ښځو د تشدد مخنیوی ممکن خو که د دې لپاره په حکومتي کچه غږ راپورته شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG