لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمعيت علمااسلام [ف] د مولانا شېراني په ګډون د ګوند څخه څلور مهم مشران ويستي


Fazal ur Rehman Fazl ur Rehman JUIF JUI
Fazal ur Rehman Fazl ur Rehman JUIF JUI

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعت علمااسلام [ف] ګوند د خپلې ډلې څخه څلور مهم مشران ويستي دي، چې پکې د اسلامي نظرياتي کونسل مخکنی مشر هم شامل دی.

پاکستان جمعيت علما اسلام [ف] ويلي د ګوند د پرېکړو په سرغړونه یې مولانا محمد شېراني، حافظ حسېن احمد، مولانا ګل نصيب خان او مولانا شجاع الملک د پارټۍ څخه ويستلي دي.

د ګوند مرکزي وياند محمد اسلم غوري ويلي، د ګوند نه ويستل شوؤ کسانو د بيانونو او رايې سره د ګوند هیڅ تعلق نشته.

هغه ويلي د ګوند د سرپرست مولانا محمد يوسف په مشرۍ د مجلس عامله او صوبايي امرا و نظما په غونډه کې د فېصلې تاييد کړی دی او دغه فېصله ويستل شوؤ غړو ته لېږل شوې ده.

د جمعيت علمااسلام ف ګوند څخه ویستل شوي کسانو کې د ګوند د بلوچستان صوبې مهم مشران شامل دي چې پکې مولانا محمد شېراني څوک چې د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر او د بلوچستان صوبې مشر هم پاتې شوی دی.

دغه ډول حافظ حسېن د ګوند وياند پاتې شوی دی.

د ګوند څخه ويستل شوي دوه نورو مشرانو تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی، ګل نصيب خان پخوانی سېنېټر او د خېبرپښتونخوا صوبې مشر هم پاتې شوی دی.

او مولانا شجاع الملک د ګوند د قومي اسمبلۍ غړی او د ګوند د صوبې عومي سېکتر پاتې شوی دی.

نزدې دغو ټولو مشرانو ویلي د دوی نه سپيناوی نه دی غوښتی شوی او د ګوند څخه لرې کړی شوي دي.

جرنلېسټ او څيړونکی اسماعيل خان وايي، په جمعيت علما اسلام ف ګوند کې دا اختلافات د وړاندې نه موجود ؤ خو په لومړي ځل مخې ته راغله.

ښاغلی خان وايي د مولانا شېراني او ګل نصيب خان خپل تحفظات ؤ ، د شېراني صېب په مشرۍ باندې اختلاف ؤ او ګل نصيب خان صېب هم دغسې ؤ چې مشري دې ورسره وي.

خو نوموړی زياتوي په دې وخت کې د مولانا شېراني بیان مخې ته راتلل چې مولانا فضل الرحمان په خپله سلېکټډ دی او نور، نو دا پوښتنې راولاړوي اول به په دې ګوند کې دا خبرې دننه کېدې په لومړي ځل مولانا شېراني په ډاګه ټکونه وکړه، او پوښتنه هم دغه ده چې شېراني په دې وخت کې ولې داسې خبرې وکړې؟.

جمعيت علما اسلام ف ګوند دغه مشران په داسې وخت کې لرې کړه چې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پاکستان ډېموکرېټک مومنټ [پي ډي اېم] روان دی او مشري يې مولانا فضل الرحمان کوي.

پي ډي اېم تورونه لګوي چې د عمران خان حکومت خوښ کړی شوی يا سلېکټډ دی دغه حکومت به لرې کوي او دا تور هم لګوي چې پوځ په سياست کې لاس وهنه کوي.

خو د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو پټولو دپاره جوړ شوی او پوځ په سياست کې د لاس وهنې تور رد کړی دی.

دا چې د جمعيت علما اسلام ف ګوند څخه کوم مهم مشران وويستل شو دا به په ګوند څه اغېزې ولري؟،

اسماعيل خان وايي هغه نه ګڼي چې د دغو کسانو تلل به په ياد ګوند کوم خاص څه اثر ولري که څه هم دوی ځانله پارټي جوړه کړي.

هغه وايي په پاکستان کې چې د غټو ګوندونو نه هر څومره غټ مشر تللی د هغه حیثيت بيا هغه رنګ نه دی پاتې شوی څنګه چې په ګوند کې دننه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG