لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې په کال ۲۰۲۰م کې څه هنري کارونه کړي؟


دپښتو ښکلې اؤ مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه وایي کال ۲۰۲۰م دهنري فعالیتونو په حواله دهنرمندانو دپاره ډیر خوار،سپور اؤ اغیزمن کال ؤ خو هغې بیا هم په دې کال کې “دماذیګر “په نوم یو کامیاب سندریز البم مخې ته راوړو چې خلکو ډير زیات خوښ کړو.

وي او ای ډيوه سره په کال ۲۰۲۰م کې دخپلو هنري فعالیتونو په هکله خبرو کې ګل پاڼې ویلي د کرونا وایرس په وجه کال۲۰۲۰م کې ټول هنرمندان د کورونو دننه پاتې شول اؤ دهنري فعالیتونو مخه یې نیول شوې وه.

ګل پاڼه وایي د لاک ډاؤن اؤ سماجي فاصلو باوجود د ځېنو نورو هنرمندانو په څېر هغې هم په یو حد کې دننه خپل هنري فعالیتونه کړي اؤ خوشحاله ده چې ځېنې بریالیتوبونه یې هم ترلاسه کړي دي.

“دکال په سر مې د ماذیګر په نوم البم ریلیز کړو اؤ تاسو وکتل چې دا البم په میلیونونو خلکو واوریدو اؤ خوښ یې کړو، ددې البم ویډیو هم خلکو ډیره خوښه کړه اؤ غالباً هره سندره یې میلینونو کې خلکو خوښه کړه”

دا چې په کال ۲۰۲۰م کې زیاترو سیاسي ګوندونو،خبریالانو، هنرمندانو اؤ دژوند دبیلابیلو مدونو سره تعلق لرونکو شخصیاتو خپل ټول پام ټولنیزو رسنیو ته ګرځولی ؤ اؤ غوښتل یې له دغه لارې خپل غږ ، فکر اؤ کار خلکو ته ورسوي.

ګل پاڼه وایي هغې هم په کال ۲۰۲۰م کې یوټیوب ته مخه کړه اؤ خپل یو یوټیوب چینل یې جوړ کړو چې هغې دپاره یې درې سندرې هم ریکارډ اؤ ددغه چینل دلارې څخه خپرې کړې.

دګل پاڼې په وینا دخپل یوټیوب چینل دلارې چې یې د سترګې په نوم نوم کومې ټپې خپلو مینه والو ته وړاندې کړي هغه خلکو ډيرې خوښې کړي اؤ دا پرې هم ډاډه ده چې دغه ټپې دخپل نوي انداز له مخې تر ډيرې مودې دهغې دمینه والو په زړونو اؤ ذهنونو نقش پاتې کیدای شي.

ګل پاڼه وایي د نوي کال ۲۰۲۱دپاره یې هم یوه سندره جوړه کړې ده چې دنوي کال په پیل به مخې ته راشي اؤ هغه هیله لري چې دا سندره به یې هم مینه وال خوښه کړي.

ګل پاڼه د کال ۲۰۲۰م په پائ هم نړۍ کې د کرونا وایرس وبا ته اندېښمنه ده اؤ وایي تر ټولو مهم انساني ژوند دی اؤ الله دې وکړي چې ددې وایرس نه دنړۍ دانسانانو ژوند محفوظ پاتې شي

په نړۍ کې د ویډګانو د لټون دسترې ټولنیزې رسنۍ یوټیوب په پاڼه تیرکال پاکستان کې تر ټولو زیاتو کتل شوؤ لسو ویډیو ګانو کې د ګل پاڼې پښتو ټپو هم ځائ موندلی ؤ اؤ یوټیوب دهغې ټپو ته شپږم مقام ورکړی ؤ.

په یوټیوب دشپږم مقام ګټلو سره ګل پاڼې دپاکستان ستر سندرغاړي عاطف اسلم اؤ عابده پروین هم شاته پرېښودي وؤ.

پینځویشت کلنه ګل پاڼه چې په ټوله نړۍ کې دخپل فن په کروړونو مینه وال لري د پېښور اوسیدونکې ده اؤ د پیښور پوهنتون څخه یې په سوشل ورک کې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده ،

هغې په سندرو کې اوس یو نړیوال شهرت موندلی دی خو وایي د خپلو زده کړو لړۍ هم په وړاندې بوتلل غواړي اؤ اراده یې ده چې پي ایچ ډي هم وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG