لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان وایي اپوزیشن ګوندونو په پوځ برید کړی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دهیواد اپوزیشن ګوندونو په پوځ برید کړی اؤ داسې برید له دې وړاندې کله هم په پوځ نه دی شوی .

چکوال کې یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي اپوزیشن ګوندونه دپوځ اؤ ادارو په ضد ددښمن ژبه کاروي اؤ دا کار د دښمن په خوښه کوي.

په دې وروستیو کې دپاکستان داپوزیشن ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم مشرانو په پوځ نیوکې کړي چې دهیواد سیاست کې مداخله کوي د ولس د رائیو برعکس دخپلې خوښې سیاستدانان اقتدار ته رسوي.

خو پوځ د اپوزیشن ګوندونو لخوا لګول کیدونکي دا تورونه ردوي اؤ وایي پوځ په سیاسي چارو کې خپل ځان بې پلوه ساتلی دی.

وزیراعظم عمران خان وویل “دا خلک(اپوزیشن مشران) هیواد کې ګډوډي پیدا کول غواړي ،پوځ ته وایي دخلکو منتخب حکومت نسکور کړئ‌، پوځ ته وایي که حکومت نه نسکوروئ نو دخپل سرلښکر په ضد راولاړ شئ”

هغه وویل هند د اوږدې مودې راهسې غواړي چې دپاکستان پوځ دې کمزوری وي اؤ دا دهغوئ لائځه ده چې نړۍ ته دپاکستان پوځ د ترهګر په په توګه معرفي کړي.

هغه دا هم ووویل چې دهند وزیراعظم نریندر مودي خو دپاکستان دپوځ پخوانی سرلښکر دترهګر په نوم هم یاد کړی ؤ اؤ اوس هم دپاکستان دپوځ په ضد لکه د مشن پروپیګنډه کولی شي

عمران خان له دې وړاندې هم په اپوزیشن ډلو تور لګولی ؤ چې دپوځ په ضد د دښمن ایجنډه پر وړاندې بیایي خو داپوزیشن ګوندونو مشران بیا وایي چې هغوئ دپوځ نه بلکې دپوځ دسیاسي کردار مخالف دي.

وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا داپوزیشن دوه ستر ګوندونه پاکستان مسلم لیګ نواز اؤ پاکستان پیپلز پارټي په غبن تورن کړل اؤ وئ ویل چې ددې دواړو ګوندونو دمشرانو نوازشریف اؤ اصف علي زرداري له امله هیواد دبهرنیو پورونو د بار لاندې ګیر شوی دی .

دعمران خان په حکومت کې دمخالفو ګوندونو د یو شمیر مهمو مشرانو په ضد دغبن مقدمې جوړې شوي اؤ ځېنې مشران زندانونو ته هم اچول شوي دي خو اپوزیشن مشران وایي چې دغبن مقدمې پرې د سیاسي انتقام په اساس جوړې کړل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG