لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په 2020 کې د ستونزو ښکار د پاکستان اقتصاد په راتلونکې کې هم چېلنجونه لري، اقتصادي پوهان وايي


څيړونکي او اقتصاد پوهان وايي چې 2020 د پاکستان د اقصاد دپاره ستونزمن کال وو، چې پکې بهرنۍ پانګونې کمې شوي،ګراني په زياتېدو وه د ملکي او بهرنيو قرضو بوج سېوا شوی او په اقتصادي پرمختګ کې د ټېکس يا ماليې شرح راتیټه شوې او د بجټ خساره هم زياته شوې ده.

خو پوهان دا هم وايي چې ورسره په تجارتي خساره او د کرنټ اکاؤنټ په خساره کې ښه والی وليدی شو او ترسيلات زر کې هم اضافه وشوه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اقتصاد پوهه او د مالياتي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي وايي، چې کال 2020 د پاکستان د اقتصاد دپاره يو مشکل کال ؤ او په کال 2021 کې به هم پاکستان د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ وي.

هغه وويل چې په فرور 2020 کې د اقتصادي پرمختګ يا جي ډ‌ي پي د شرحې د دوه فيصدي پاتې کېدو وړاند وينه شوې وه خو د کرونا وبله اله امله حکومت وايې چې دا صفر اعشاريه څلور فيصدي پاتې شوه. نوموړی زياتوي امکان دی چې په راتلونکي وخت کې به دا يو فيصدي ته ورسي.

ډاکټر صديقي وايي، چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ته د مخکني حکومت نه ګراني د څلور اعشاريه اووه فيصدي شرحې په حساب سره په ميراث کې پاتې شوې وه خو په تيره جنورۍ کې د ګرانۍ شرحه بيا 14 اعشاريه شپږ فيصدي ته سېوا شوه.

هغه وويل چې وزيراعظم عمران خان په خپله منلې ده چې د نړيوالې مالياتې ادارې ايي اېم اېف نه په وخت د قرضې نه له امله تاوان وشو. او دا چې په حکومتي ادارو او د توانايۍ په څانګه کې د اصلاحاتو ځنډولو هم اقتصاد ته زیان واړولو.

خو پروفېسر صدیقي زياتوي چې اصل څيز په کوم چې وزيراعظم غلی پاتې شوی دی هغه د پي ټي ايي د حکومت هغه لس نکاتي اقتصادي ايجنډا وه په کوم چې دوی عمل ونه کړو، چې له امله يې غټ نقصان شوی دی.

هغه وويل دوېمه غټه غلطي دا وه چې تير کال مونږ درامدات 16 اعشاريه اووه اربه راکم کړه، چې له امله يې اقتصاد په ځای ودرېدو، او بله د روپۍ په بيعه کې ډېر زيات کمی راوستی شو، د سود شرح راکمه کړی شوه چې له وجې يې اقتصاد ته د شپږ نه تراووه اربه ډالرو پورې ضربه ولګېده.

هغه وايي بله دا چې د مارچ 2020 نه تر اکتوبر پورې کرونا وبا غټه تاوان واړولو او حکومت يو اقتصادي پېکج اعلان کړو خو په اصل کې دا هر څه د غټو شتمنو خلکو دپاره ؤ، غټانو ترې ګټې واخستې غريبو خلکو ته ترې نېغه ګټه ونه رسېده.

هغه زیاته کړه د دې پېکج سره په اقتصاد کې څه ښه والی او د کرنټ اکاؤنټ خسارې او ګرانۍ کې کمی راغلو.

هغه دا هم وويل چې په ترسيلات زر کې د جولايي نه تر نومبر پورې دوه نيم اربه ډالره زياتوالی راغلی دی خو دا به په ځای پاتې نه شي.

ډاکټر صدیقي وايي چې په 2020 کال کې د بهرنیو قرضونو بوج زيات شو او متحده عرب اماراتو او سعودي عرب عربستان سره په اړيکو کې يخوالی راغلی دی او سعودي عرب پاکستان ته ورکړې قرضه بيرته واخسته.

خو چين پاکستان ته دغه پېسې ورکړې ځکه چې چين په پاکستان کې د سي پېک کاميابول غواړي.

هغه وويل د کرونا د دوېمې څپې په اړه د راتلونکې تګلارې په اړه به څه ويل د وخت نه مخکې وي.

او په اسلام اباد کې په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصادي څانګې استاز پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي، چې د پاکستان اقتصاد په کال 2020 کې د يو چېلنجونو سره مخامخ ؤ لکه د اقتصادي پرمختګ شرح دوه فيصدي ته راکمه شوه او د کرونا له امله دا نوره په ښکته راغله چې له وجې يې بې روزګاري او ګراني سېوا شوه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، يو بل غټ چېلنج دا ؤ چې کومې قرضې پاکستان د ايي اېم اېف سره لکه چين، سعودي عرب، يو ای اي، ترکي او ملايشیا نه اخستې وې، نو د هغې د بيرته ورکولو وخت هم راغلی چې له امله يې د پاکستان په فارن اېکسچېنج ريزو باندې بيا دباؤ سېوا شوی دی.

هغه وايي او اوس به پاکستان ته يو ځل بيا د ايي اېم اېف پروګرام ته بيرته تلل وي چې له وجې به يې د ايي اېم اېف شرطونه پرځای کولو سره اقتصادي ستونزې او ګراني سېوا شي.

XS
SM
MD
LG