لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان حکومت ګوادر کې د ازغن تار غځولو کار ودرؤلو


د بلوچستان د کورنیو چارو وزير ضيا لانګو تيره شپه په ګوادر ښار کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په ګوادر کې دازغن تار يا باړ لګولو کار د بلوچستان د اعلا وزير جام کمال په غوښتنه سره بندوي .

هغه وویل موږ له وړومبۍ ورځې ويلي دي چې ګوادر به داسي جوړو څنګه يې چې د ګوادر خلګ غواړي"

ښاغلي لانګو وویل "د ګوادر د خلګو د مرضۍ ضد به يو کار هم نه کيږي ،د ګوادر خلګ هم زموږدي ، امنيتي ځواکونه او د ملک ټولې ادارې هم زموږ دي ،موږ ټول به په شريکه د ګوادر د پرمختګ لپاره کار کوو،او د ګوادر د خلګو ژوند به خوشحاله جوړو"

د کورنیو چارو وزیر رسنیو ته وویل "اوس اوس وزيراعلا جام کمال د ګوادر د باړ د روان کار د ودرولو پيغام راليږلی دی، چې د ګوادر خلګ په څه ډول ددې مسئلې حل غواړي موږ به هغه ډول دا ستونځه حل کوو"

د حکومت او امنيتي ځواکونو له لوري د ګوادر ښار په بيلا بيلو سيمو کې د باړ لګولو د پروژې پر ضد دبلوڅ قام پرسته ګوندونو، پي ډي ایم کې شريک د اپوزيشن ګوندونو او پر ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ليدل کيږي ۔

د بلوچستان اعلا وزير جام کمال د ګوادر د باړ په حقله يو ويډويي پيغام جاري کړی او په هغه پيغام کې يې ويلي چې د ګوادر په ځينو سيمو کې د لنډ مهاله باړ لګولو مقصد يوازي د ګوادر ښار او حساسو سيمو خوندي ساتل دي.

هغه زياته کړې چې په تېرو وختونو کې په ګوادر کې ترهګريز بريدونه شوي ځکه حکومت د ځينو سيمو د خوندي ساتلو په موخه د عارضي باړ لګولو فيصله کړې وه او دا فيصله د ګوادر سمارټ سټي پراجکټ برخه ده.

"په پخوانيو حکومتونو کې د ګوادر لپاره خاص کار نه دی شوی موږ د ګوادر سمارټ سټي کار پيل کړ ، په هغه کې يو پروژه د ګوادر خوندي کول هم شامل دي"

دصوبې داعلا وزیر په وینا "د ګوادر ضلعې دباندې د ځينې سيمو خوندي کولو لپاره کيمرې ، او عارضي باړ لګول د دې برخه ده ، ولې چې هلته ځيني داسې سيمې دي چې هغه موږ په بله کومه طريقه نه شو خوندي ساتلی"

وزیراعلا جام کمال پخپل دغه پیغام کې زیاته کړې "په نوره نړۍ کې هم داسي کيږي ،د هم دې پروژې دويمه برخه دا وه چې د ګوادرښار د ځينې ځاينو د خوندي ساتلو لپاره به د ګوادر د خلګو په مشوره ځيني ګامونه اخيستل وو، ولې چې موږ وليدل په اوسني وخت کې په ګوادر کې داسې ترهګريزې پيښې وشوې چې موخه يې د ګوادر ، بلوچستان او د پاکستان د ترقۍ مخه نيول وو، خو له بده مرغه د اپوزيشن او پي ډي ايم له لوري نيوکې کيږي او د باړ موضوع د سياست ښکار شوه ، د دې هر څه باوجود هر ګام چې اخلو د ګوادر د خلګو په مرضي به يې اخلو"۔

تېره ورځ د بلوچستان های کورټ د ګوادر ښار او شاوخوا د اغزن تاﺭ د لګولو د پروژې پرضد درخواست د اوریدو لپاره منظور کړی ؤ.

دا درخواست د وکیلانو اتحادیې (بلوچستان بار کونسل) مرستيال مشر منیر احمد کاکړ ایډووکیټ له خوا بلوچستان های کورټ ته شوی ؤ.

په درخواست کې ليکل شوي اغزن تار يا باړ لګول د ګوادر ښار د خلکو له اساسي حقونو سرغړونه ده.

د درخواست اوريدنې پر وخت د هايي کورټ چيف جسټس ، جسټس جمال خان مندوخېل او جسټس عبدالحميد بلوڅ په ګډون د مکران ډویژن کميشنر او ګوادرضلعې ډپټي کمشنر ته په ۳۱م دسمبر عدالت ته د حاضريدو نوټس جاري کړی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG