لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: علي وزير او نور جېل ته ولېږل شو


د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ/ پي ټي اېم مخکښ علي وزير او د پي ټي اېم نور فعال د ترهګرۍ ضد مقدمې اورېدونکي عدالت جېل ته ولېږل.

د پي ټي اېم وکيل قادر خان اېډوکېټ وي او ای ډيوه رېډيو سره په خبرو کې وویل، علي وزیر، نور الله ترين، شېر ايوب، بصير خان او محمد حسن نن په 31م دسمبر د ترهګرۍ ضد د مقدمو اورېدونکي انتظامي عدالت ته وړاندې کړی شو.

هغه وويل عدالت دوی جېل ته ولېږل، او د بلې اورېدنې دپاره يې سمدستي کومه نېټه ور نه کړه.

هغه وويل محمد شېر مسيد چې د کراچۍ د پي ټي اېم مشر دی هغه عدالت ته وړاندې نه کړی شو، هغه د وړاندې نه په جېل کې دی.

علي وزير او نورالله ترين سره د درېو نورو ملګرو په 19 دسمبر ياد عدالت ته وړاندې کړی شوي، او عدالت د 30م دسمبر پورې په ريمانډ پوليس ته حواله کړي وو.

خو دوی پرون عدالت ته نه ؤ وړاندې کړی شوي.

قادر خان اېډوکېټ وايي په دوی په مقدمه کې لومړی د بغاوت او رياست پرضد راپارونې مادې/ دفعې لګول شوې او وروسته پکې د ترهګرۍ ضد [7ATA] هم شامل کړی شوې ده.

نوموړی وايي د علي وزير او نورو د ضمانت دپاره يې عدالت ته خواست هم ورکړو.

پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې د دوی پرضد مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو وېناګانې کړې او د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد يې د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

د پوليس په مقدمه کې ویل شوي ؤ د پي ټي اېم مشرانو د 1800 نه 2000 پورې راټولو شوؤ کسانو ته وېناګانې کړې وې.

په ياده مقدمه علي وزیر په 16م دسمبر د پېښور پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته رامنتقل کړی شوی ؤ.

پي ټي اېم د علي وزير د ګرفتارۍ پرضد په 18م دسمبر احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي،

هغه ويلي ؤ ​"د اسلام اباد په دهرنا کې چې د دوی تر ټولو لومړۍ دهرنا وه د هغې دپاره د هند استخباراتي ادارې را دوی ته څومره پېسې ورکړې وې".

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي ؤ چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG