لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین کرونا ضد ویکسین منظور کړل،پاکستان ترې هم ۱۲لکه خوراکونه اخلي


دپاکستان دپلان جوړؤنې مرکزي وزير اسد عمر په خپل يو ټويټ کې ويلي چې د مرکزي کابينې ځانګړې کمیټې د سائنو فرم نومې چينایي کمپنۍ نه د کرونا وايرس پرضد دکارؤل کیدونکو وېکسينو د۱۲ؤ لکو خوراکونو اخستلو اجازه ورکړېده.

نوموړي په خپل ټويټ کې ويلي چې دغه وېکسين به په هسپتالونو کې کارکوؤنکو طبي مامورینو ته لګولو د پاره کافي وي کوم چې به د کال 2021 جنورۍ په وړومبیو دريوؤ مياشتو کې ترلاسه کړل شي.

نوموړي مطبوعاتو ته دا هم ويلي چې په دوېم پړاؤ کې به دغه وېکسين د 65 کالو عمر لرونکو تنانو ته لګول کیږي.

چین په دې وروستیو کې په ولسي کچه کارول کیدو دپاره دکرونا وایرس ضد ویکسین منظوري ورکړې ده چې دا ویکسین دچین په دولتي څارنه کې کار کوونکې د درملو جوړولو کمپنۍ سائنو فارم جوړ کړي دي.

دپاکستان حکومت هم ددې ویکسینو د ۱۲ؤ لکو خوراکونو اخستلو وینا چین ته کړې ده.

پاکستان د روانې میاشتې په پیل کې د کرونا ضد ویکسینو اخستو دپاره ۱۵ کروړه ډالر بیل کړي وؤ.

د رائټرز خبرې شبکې له مخې دچینایي کمپنۍ لخوا دجوړو کړل شوؤ دې ویکسینو په اړوند اولس ته هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې کرونا نه دخلکو خوندي کولو کې څومره ګټور دي.

خو دسائنو فارم یوې څانګې دچهارشنبې پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دهغوئ لخوا جوړ کړل شوي ویکسین د کرونا وایرس نه دخلکو خوندي ساتلو کې ۷۹ فيصدي ګټور دي

په پاکستان کې د روغتيا د چارو پوهان وايي چي د کرونا وايرس نه د خلکو د مړينې او ناروغه کېدو کچه کې ورځ تر بلې لوړوالی راځي او خلک احتياط هم نه کوي نو په داسې حال کې دکويډ-19 ناروغۍ دمخنيوې يوازینۍ لار په وخت خلکو ته وېکسين لګول دي.

د مرکزي کابينې دځانګړې کمیټې لخوا د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره ددې وېکسين اخستلو پرېکړه په داسې مهال کړې چې پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مرګونو شمېره د 10،000 نه سېوا شوې ده.

په دې اړه د پېښور ايل ار ايچ هسپتال ډاکټر محمد اصغر خان وي او ای ډيوه ته وويل چې په هسپتالونو کې د خلکو د درملنې په مهال کرونا وايرس روغتیایي مامورینو ته په چټکتیا سره لګي نو ځکه دغه وېکسين ترټولو وړومبی طبي عملې ته لګول مهم دي چې هغوئ د نورو مريضانو د علاج جوګه وي.

دهغه په وینا" کوم ډاکټران او طبي عمله چې په کرونا کمپلیکس يا څانګه کې ډيوټي کوي نو هلته چونکې د کرونا وايرس ناروغان وي او په فضا کې او ګېر چاپېره په بېډونو يا بسترو او په نورو شيانو کرونا وايرس موجود وي او کومه طبي عمله چې دغلته کار کوي نو هغوئ ته د دې وايرس لګېدو خطره زياته وي نو زما په خيال د ټولو نه ړومبی طبي عملې ته ترجيح ورکول پکار دي"

نوموړي زياته کړه په دوېم پړاؤ کې د کرونا وايرس پرضد وېکسين مشرانو خلکو ته لګول ضروري دي ځکه چې ددې ناروغۍ نه په مشرانو خلکو کې د مړينې کچه سېوا ده.

" د 65 کالو عمرلرونکو تنانو کې د زړه مرضونه، شوګر، فشار خون او د سينې ناروغۍ سېوا وي نو وايرس يې زر ناروغه کوي او په دغه خلکو کې د مرګ خطره هم زياته وي نو ځکه د حکومت دغه پالېسي ده چې په دوېمه مرحله کې به ددغه عمر تنانو ته وېکسين ورکوي"

د ډاکټرانو دصوبايي اتحاديي د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې دکرونا وايرس له امله 40 نارينه او زنانه ډاکټرانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پېښور حيات اباد مېډيکل کمپلکس کې د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي عمومي سېکتر ډاکټر اسفنديار بېټنی وايي د هېواد په کچه ټولو خلکو د پاره دغه وېکسين ورکولو کې به وخت لګي نو بايد خلک د کرونا مخنيوي د پاره وضعه کړل شوو ېس او پيز يا سپارښتنو باندې عمل وکړي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "مونږه سره په حيات اباد مېډيکل کمپلیکس کې د کرونا بېډز يا کټونه شوي دي، مونږه سره په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د کرونا ځانګړې بسترو يا بېډونو باندې ځائ نيشته ، د بنو خليفه ګل نواز هسپتال کې هم د کرونا بېډونه ډک شوې دي نو د دې وايرس مخنيوی په دې کې دی چې خلک يو بل نه په فاصله پاتې شي، د مخ پټولو ماسک کاروي او لاسونه پرله پسې وينځي"

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه دتېرو 24 ساعتو په مهال 2475 تنان ناروغه شوي او 58 تنانو ژوند د لاسه ورکړی دی۔

شمېرې ښايي چې د هېواد په کچه تراوسه پورې د کرونا وايرس نه 4 لکه 79 زره 7 سوه او 15 تنان ناروغه شوي او 10 زره او 105 تنان په حق رسېدلي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG