لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا ټولې ابادۍ ته د ویړیا طبي اسانیو ورکولو په غرض دصحت کارډ دویش دریم پړاؤ پیل شو


دخیبر پښتونخوا حکومت ولس ته د ویړیا طبي اسانیو ورکولو په غرض دصحت کارډ ویشلو دریم پړاؤ پیل کړی چې له مخې به یې دصوبې شپږو ضلعو کې ټول په ټوله ابادۍ ته دا صحت کارډونه ورکولی شي.

دخیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان دجمعې په ورځ د کارډونو د ویش د دریم پړاؤ دپرانستې دستورې ته ویلي حکومت به هرکال ددې کارډونو دلارې د ولس د روغتیا په څانګه ۱۸ اربه روپۍ مصرفوي.

وزیراعلا وویل په دریم پړاؤ کې به دپېښور،نوښار،چارسدې،مردان. صوابۍ اؤ هریپور دننه هر وګړي ته شناختي کارډ کې شامل دا صحت کارډ ورکول کیږي اؤ اوس به خلک کولی شي چې دناروغۍ په مهال د روغتونونو څخه ویړیا علاج وکړل شي.

هغه وویل ټاکل شوې ده چې په یادو ضلعو کې به یو کروړ اؤ ۴۰ لکه ابادۍ ته په قامي شناختي کارډ کې شامل صحت کارډ ورکول کیږي اؤ د روانې میاشتې تر پائ به د صوبې نورو ټولو پرخو ته هم ددې کارډ ورکړه پیل شي .

ښاغلي محمود خان وویل چې پخوانۍ قبائیلي سیمې د وړاندې څخه د ویریا طبي اسانیو ورکولو په دې پروګرام کې شامل کړل شوي دي اؤ اوس به صوبه کې د ضم شوؤ قبائیلي سیمو وګړي هم دشپږو لکو پځائ کال کې د ۱۰ لکو روپو پورې ویریا طبي اسانۍ ترلاسه کولی شي.

هغه دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف دحکومت دا منصوبه د مدینې د ریاست په لوري یو مهم پرمختګ دی اؤ اوس به بې وزله خلک دعلاج نه محروم نه پاتې کیږي.

په عین حال کې د صوبې د صحت وزیر تیمور سلیم جهګړا ویلي چې د صحت کارډ د ویش په لمړي اؤ دوهم پړاؤ کې د۱۵ؤ ضلعو په سرکاري اؤ شخصي روغتونونو کې د ۲۰ زرو نه زیات ناروغان ددې کارډونو په اساس د ویریا علاج څخه برخمن شوي دي.

هغه ویلي تر اوسه صوبایي حکومت ولس ته د ویړیا طبي اسانیو ورکولو دلارې ۳۶ کروړه روپۍ مصرف کړي.

بل لوري ته دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ټوئټر اعلان کړی چې دهغه حکومت به د ویړیا طبي اسانیو ورکولو په موخه د صحت کارډونو د ویش لړۍ پنجاب اؤ ګلګت بلتستان ته هم غځوي

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG