لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې درکه کسانو قضیه:په چارواکو دپاکستان دعدالتي تاریخ تر ټولو ستره جرمانه لګول شوې


اسلام اباد هائیکورټ د لا درکه کړې شوي تن په موندنه کې په ناکامه راتلو چارواکو باندې د يو کروړ روپو جرمانه لګولې ده او خبرداری ېې ورکړی که لا درکه تن په یوه مياشت کې دننه خوشې نه شو نو هغوئ به د محکمانه پلټنو سره مخ کېږي.

دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې تېره ورځ په هېواد کې په جبري توګه د بې درکه کسانو د موندنې دپاره جوړ دپلټنو کمیشن په خپلو تازه شمېرو کې ويلي چې تر اوسه پورې د6921ؤ لادرکه تنانو قضيې مخې ته راغلي دي.

کمیشن وایي چې په دغو لادرکه کسانو کې درې زره او 796 تنان بېرته خپلو کورونو ته تللي او د 220 تنانو مړى ترلاسه شوي دي

په جبري توګه د بې درکه شوو کسانو په مقدمو کې محکمو ته وړاندې کیدونکي وکيل کرنل رېټاېرډ انعام الرحيم وایي کمیشن پهخپل کار کې ناکام شوی ولې چې تر نن پورې ېې د چا د بې درکې پړه په کوه خفيه اېجنسۍ نه ده اچولې.

پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو لادرکه تنانو دموندنې دپاره په مبارزه بوخت فعالین او د لا درکه کسانو کورنۍ د خلکو د لا درکۍ تور هم د هېواد په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

د بې درکه تنانو په قضیه کې داسلام اباد هائیکورټ لخوا په اړونده چارواکو لګول شوې یو کروړ روپۍ جرمانه دپاکستان عدالتي تاریخ کې تر ټولو ستره جرمانه ګڼل کیږي او له دې وړاندې عدالت په دوو نورو مقدمو کې په رياستي ادارو د 40 لکو روپو جرمانه لګولې وه.

غلام قادر نومې تن کال 2014 د اګست په میاشت کې لا درکه شوی ؤ او پوليسو عدالت ته وېلي کېدای شي چې هغه افغانستان ته تللی وي او په دې اړه هم پلټنې روانې دي.

اسلام اباد کې د بې درکه تنانو وکيل او دپاکستاني پوځ پخوانې کرنل انعام الرحيم ډيوه ته وايي که يوځل هم دسرکاري چارواکو څخه دجرمانې رقم واخستل شو نو باورى دی چې د خلكو په جبر د لا درکه کېدو دا لړۍ به ودرېږي.

هغه وايي "خو کېږى داسې چې چارواکي دا فېصله په ډويژنل بېنچ کې چېلنچ کوي او د هلته نه سټی را اخلي"

نوموړی زیاتوي د لا درکه تنانو د موندنې دپاره جوړ انکوايري کمېشن هم په خپل کار کې په بشپړ ډول ناکام شوی دی ولې چې کمیشن د يو لا درکه تن د موندنې باوجود د هغه د لا درکۍ پړه په کومه خفيه اېجنسۍ نه ده اچولې.

انعام الرحيم وايي، که د کمېشن مشر د هائیکورټ جج وي نو هغه سره دهائیکورټ اختيارات وي او دغه راز که هغه دسپريم کورټ جج وى نو د هغه سره د سپريم کورټ هومره واک وي خو د کمیشن مشر جسټس جاويد اقبال خپل اختیار نه کاروي.

انعام الرحمان زیاتوي دبې درکه کسانو دموندنې دپاره دجوړ کمیشن مشر ترنن پورې د راپیدا شوؤ زرهاؤ لادرکه کسانو پړه په چا نه ده اچولې اؤ نه یې چرته دا لیکلي دي چې دا تن په جبر لادرکه شوی دی او اېجنسيانو سره دی.

تېره ورځ د بې درکه شوو کسانو کمیشن پخپلو جاري کړو تازه شمېرو کې ويلي وؤ چې په جبري توګه د لا درکه کړل شوو کسانو څخه یې د3796 تنانو درک لګولی او هغوئ خپلو کورونو ته بېرته راغلي دي.

کمیشن وايي تر اوسه پورې د 6921 بې درکه کسانو پېښې مخې ته راغلي چې په کې 2184 تنان پېدا شوي دي، 857 کسان نظر بند دي او 535 کسان په جېلونه کې قېد دي.

د کمیشن ترمخه د 220 لا درکه تنانو مړي تر لاسه شوي دي ولې کمیشن دا نه ده څرګنده کړې چې دغه مړي د چا دي او چا وژلې دي؟

په پاکستان کې د لا درکه شوو کسانو کورنۍ ددغه خلکو د بې درکه کولو تور د هېواد په امنيتي ادارو پورې کوي خو دهېواد طاقتور پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې دا کسان د ترهګرو په ليکو کې شامل شوې وي او افغانستان ته اوښتې وي.

په دې ورستو کې انټرنېشنل کمیشن اف جيورسټس په خپل يو رپورټ کې د پاکستان په حکومت غږ کړی ؤ چې د هېواد د لادرکه تنانو د موندنې لپاره جوړ کمیشن د خلکو په جبري لادرکۍ کې د ککړو تنانو په ګوته کولو او هغوئ ته په سزاګانو ورکولو کې پاتې راغلی دی اؤ دکمیشن موده باید نوره ونه غځول شي.

پاکستان کې د بلوڅو او پښتنو د حقوقو مبارزېن د کمیشن شمېرې دروغ بلى او وايي اوس د زرهاؤ په شمېره کې بلوڅان او پښتانه وګړي لا دره دي او هغوئ ددې بې درکۍ تور هم په استخباراتي ادارو لګوي.

مبارزين وايي باید چې لا درکه شوي کسان عدالتونو ته وړاندې کړی شي او که په کوم جرم کې ککړ وي نو عدالت دې ورته سزا ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG