لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان کې دنوي کال وړومبۍ هدفي وژنه


افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دنوي کال وړومبۍ هدفي وژنه شوې چې پکې پکې یو ځایي تن وژل شوی دی.

پولیس وایي وژل شوی تن مرصلین نومیږي چې تیر ماښام دمیرعلي په حیدر خیل سیمه کې دخپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی.

دمیرعلي د پولیسو تاڼې چارواکو ددې پېښې دپخلي په ترڅ کې وي او ای ډیوه ته ویلي د وژل شوي تن کورنۍ تر اوسه ددې وژنې دعوه په چا نه ده کړې ځکه نو پولیسو د نامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

دسیمې یو اوسیدونکي اؤ د یوتهـ اف وزیرستان سازمان فعال مصور داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي چې وژل شوی تن د یوې بې وزله کورنۍ سره تړاؤ لري اؤ سیمه کې یې خپله خواري مزدوري کوله.

نوموړي وویل وژل شوي مرصلین دهیچا سره شخصي دښمني نه لرله اؤ دهغه وژنې ځایي خلک دخپل تحفظ په اړه سخت اندېښمن کړي دي.

هغه وویل دضرب عضب عملیاتو راپدیخوا په سیمه کې اوس د هدفي وژنو لړۍ دوام موندلی دا هم دغسې یوه پېښه ده چې دخلکو دپاره داندېښنې وړ ده.

هغه وویل د وزیرستان خلکو سره چې د خوشحال وزیرستان اؤ پرامنه وزیرستان کومې ژمنې شوې وې هغه یوازې په دیوالونو لیکل شوې وې اؤ اوس دغه ژمنې په عمل کې نه پوره کیږي.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې هم په شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې دناامنۍ پېښه مخې ته راغلې وه چې دپوځ په وینا پکې د یو عسکر په تاوان دوه وسله وال وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG