لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين: د ادارو پرضد د سپکاوي وېناګانې نه کوو په پښتنو شوي ظلمونه يادوؤ


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين وايي د حکومت او ادارو پرضد د سپکاوي وېناګانې نه کوي بلکې په پښتنو شوي ظلمونه يادوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې منظور پشتين وويل، "د دوه نيمو کالو راهسې د پي ټي اېم د مشرانو او غړو نيول روان دي، دوی د پښتنو په خاوره د جوړ شوي جنګ او د دوی سره د شوؤ ظلمونو پرضد غږ پورته کړو او غوښتنې يې وکړې او دغو غوښتنو ته هر چا جايزې وويلې"، خو بیا هم د دوی ګرفتاريانې روانې دي.

د پي ټي اېم نيول شوي غړي

د پي ټي اېم د مشرانو په وېنا دا وخت په ملک کې پرون شپه په پېښور کې سيد عالم مسيد نيول شوی او منظور پشتين وايي د شپې يو بل تن هم نيول شوی دی.

له دې وړاندې د پي ټي اېم په مهمو مشرانو کې په کراچۍ کې علي وزير چې د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی دی، بندي دی، او هغه سره د کراچۍ د پي ټي اېم دوه نور مشران نور الله ترين او محمد شېر مسيد او څلور نور تنه هم بندي دي.

پي ټي اېم وايي ټول د لسو پورې کسان يې بندي دي.

په کراچۍ او پېښور کې چې د پي ټي اېم کوم مشران او غړي نيول شوي، د قانون پوهانو په وېنا په دوی "د ادارو پرضد د سپکاوي او ناوړه ژبې کارولو، د جرم دپاره سازش يا راپارونه کول، د ریاست د جوړښت پرضد وېنا کول، د حکومت پرضد د بغاوت او اړي ګړي ترڅنګ د بهرنيو وګړو د ګډون مادې هم شامل دي".

په پي ټي اېم تازه جوړې مقدمې

د پېښور په شر قۍ تاڼه کې پرون په درېمه جنورۍ درج شوې مقدمه کې تور لګول شوی چې سيد عالم مسيد، اېم اېن ای مسحن داوړ، اېم پي ای ميرکلام وزير او نور 60، 70 کسان د پرېس کلب مخې ته راټول شوي، د اېم اېن علي وزير او نورو د خوشي کولو دپاره یې مظاهره کوله او په دغه مهال يې د پاکستان د رياست، پوځ او حکومت پرضد د راپارولو او کرکې خورولو هڅه کوله، ځکه د دوی پرضد مقدمه درج شوې ده.

پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې د دوی پرضد مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو وېناګانې کړې او د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد يې د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

منظور پشتين وايي سپکاوی یې نه دی کړی

منظور پشتين وايي، "سپکاوی یې کله هم نه دی کړی دوی چې کوم کارونه کړي هغه مو ور یاد کړي دي، مونږ د جنګي جرمونو د ودرولو او انصاف غوښتنه کړ ې ده چې هدفي وژنې دې ودرول شي، ترهګري مه کوئ، خلک دې نه بې درکه کيږي، او دا د نړۍ قانون دی د پاکستان ائين دی چې مونږ کومې خبرې کوو دا سمې دي".

هغه وويل، "دوی چې کومې خبرې کوي د پاکستان د پوځ ریټايرډ جرنېلانو کرنېلانو په کتابونو کې ليکلي چې دوی څه کړي دي، د سيند پوليس د راؤ انوار په اړه خبرې ليکلي دي، مونږ د غېر انساني کارونو مخالفت کړی او د نړۍ د قانون سره د پاکستان ائين يې هم مخالفت کوي".

پي ډي اېم هم په پوځ او اسټبلشمنټ ټکونه کوي

د پي ټي اېم د مشرانو او غړو پرضد مقدمې په داسې وخت کې درج کيږي چې په پاکستان کې د تحريک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو غورځنګ [پي ډي اېم] هم په پوځ او اسټبلشمنټ ټکونه کوي چې په سياست کې لاسوهنه کوي او د عمران خان ناجايزه حکومت يې جوړ کړی دی.

خو پوځ دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي پوځ دې د سياسي معاملو څخه لرې وساتل شي.

منظور پشتين وايي، "پي ډي اېم وايي چې پوځ دې په سياست کې لاسوهنه نه کوي او مونږ ورته وايو چې د بشري حقونو سرغړونه دې نه کوي د پښتنو په ژوند کې دې لاسوهنه کوي، پي ډي اېم د جمهوریت د بچاؤ او پي ټي اېم د انسانيت د بچاؤ خبره کوي".

هغه وايي د پي ډي اېم پرضد هم ځينې مقدمې درج کیږي او کسان يې نيول کیږي خو د هغو کېسونه بيل دي.

د پي ټي اېم او حکومت مذاکرات

منظور پشتين وايي "نزدې درې اوونۍ وړاندې د دوی د حکومتي ډلې [د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر او د دفاع وزير پروېز خټک] سره خبرې شوي او په دوی يې ټينګار کړی چې نيول شوي غړي دې پرېښودل شي، مذاکراتو ته دې حالات دې برابر کړی شي".

نوموړی وايي، "داسې ښکاري چې دا حکومتي ټيم یا بې وسه دی يا زمونږ سره سنجيده نه دی، نو اوس پکار ده چې دوی رسمي اعلان وکړي چې دوی وخت تيروي يا که وخت نه تيروي نو دغه کار دې بند کړي".

وي او ای ډيوه د اسد قېصر او پروېز خټک په وړاندې د پي ټي اېم دريځ اېښودی خو دوی کوم ځواب نه دی کړی.

د پي ټي اېم په اړه د پاکستان د پوځ او حکومت مخکنی دریځ

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي،

هغه ويلي ؤ ​"د اسلام اباد په دهرنا کې چې د دوی تر ټولو لومړۍ دهرنا وه د هغې دپاره د هند استخباراتي ادارې را دوی ته څومره پېسې ورکړې وې".

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي ؤ چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG