لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په برتانیه کې لاک ډاون لګېدلی او په نیویارک کې د کورونا نوی ډول موندل شوی


واشنګټن – د برتانیې لومړي وزیر د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا د زیاتېدو له امله نوی لاک ډاون اعلان کړ،‌ چې په ترڅ کې به یې ښونځي او غیر ضروري دوکانونه تړلي وي.

دا په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د روغتیايي کارکونکو او زړو خلکو د واکسین کولو چارې هم پیل شوې دي.‌

لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، خلک باید لږ تر لږه د فیبرورۍ تر نیمايي‌ پورې په کورونو کې پاتې شي او زیاته یې کړه چې د برتانیې په روغتونونو باندې اوس دومره فشار دی چې د کورونا د پیل راهیسې نه وو.‌

جانسن په یوې تلوېزیوني وینا کې وویل، "که د واکسین وېشلو پروګرام په بریالیتوب سره دوام وکړي. که د واکسین له اغیزې سره د مړینې کچه په کمېدو شي. که هر څوک خپله خپله دنده ترسره کړي نو بیا زه هیله لرم چې ورو ورو له لاک ډاون څخه ووځو."

دغه اعلان څو ورځې وروسته له هاغې وشو چې د برتانیې روغتیايي چارواکو د کورونا وایرس د یوې نوې بڼې د خپرېدو خبر ورکړ چې د هغوی په وینا په ډېرې چټکۍ سره خپرېږي.‌

له بلې خوا د نیویارک والي انډریو کوامو د ګل په ورځ وویل، د کورونا د دغه نوي وایرس یوه پېښه د نیویارک په یوه زاړه کس کې چې په دې وروستیو کې یې سفر هم نه دی کړی موندل شوې ده.

د کورونا وایرس نوی‌ B117 ډول تر دې وړاندې په کالیفورنیا، فلورېډا او تر ۳۰ زیاتو هېوادونو کې موندل شوی دی.‌

همدارنګه د ګل یا دوشنبې په ورځ په برتانیه کې د اسټرا زېنېکا لخوا د جوړ شوي واکسین ورکول پیل شوي دي.‌

د اکسفورډ په چرچېل روغتون کې یو ۸۲ کلن ناروغ لومړنی کس وو چې دغه واکسین یې واخېست.

د برتانیې چارواکو ویلي، ددغه واکسین نیم میلیون ډوزونه د کارولو لپاره تیار دي.‌

د اسټرا زېنېکا واکسین ارزانه او له فایزر بایوټېک څخه یې انتقال هم اسانه دی ځکه اړتیا نه لري چې په ډېرې سړې تودوخې کې وساتل شي.

د فایزر واکسین لا له مخکې څخه په برتانیې او امریکا کې ګڼو روغتیايي کارکونکو ته ورکړل شوی دی.‌

فرانسې چې د فایزر بایوټېک واکسین خلکو ته ورکوي د ګل یا دوشنبې په ورځ وروسته له هاغې چې د خلکو لخوا تر نیوکو لاندې راغله ژمنه وکړه چې روغتیايي کارکونکو ته د واکسین ورکولو بهیر به ګړندی کړي.

په فرانسه کې د واکسین ورکولو په لومړیو ورځو کې ۵۰۰ کسانو ته واکسین ورکړل شوی په داسې حال کې چې په جرمني کې تر دوه لکو زیاتو خلکو ته ورکړل شوی.

په ورته وخت کې هندوستان د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اسټرا زېنېکا واکسین ته د بیړني کارولو اجازه ورکړې.

همدارنګه هندوستان د کور دننه یو جوړ شوی واکسین هم تصویب کړی خو ځینې روغتیايي کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې دغه کورنی واکسین په بیړه تصویب شوی دی.‌

دغه راز هندوستان د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل،‌ چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا د نوي ډول ۱۶۵۰۰ پېښې موندلي دي.‌

هندوستان د کورونا د پېښو او مړینو له پلوه امریکا پسې دوهم هېواد دی. د جان هاپکنز پوهنتون وايي، په هند کې تر ۱۰.۳ میلیونو زیات کسان په کورونا اخته شوي په داسې حال کې چې په امریکا کې پرې تر ۲۰.۶ میلیونو کسانو پورې اخته شوي دی.

اخوا روسي چارواکو په خپل کورني جوړ واکسین سپوتنېک باندې له اته لکو څخه د زیاتو کسانو د واکسین کولو خبر ورکړی او تر اوسه پورې د واکسین ۱.۵ میلیونه ډوزه وېشل شوي دي.

روسیه کې ټول پام واکسین ته اوښتی او هڅه کوي د دوهم لاک ډاون اړتیا رامنځ ته نشي تر څو یې له اقتصادي ناوړه اغېزو څخه بچ پاتې شي.

جان هاپکنز پوهنتون وايي،‌ د کورونا وایرس له امله په نړۍ کې تر ۱.۸ میلیونو زیات کسان مړه شوي دي‌.

روغتیا پوهان اټکل کوي چې د نوي کال د رخصتیو له امله ښايي حالات تر دې هم خراب شي او لا زیات کسان په کورونا اخته او مړه شي.

په پاکستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴۹۰۰۰۰ او د مړو شمېر له ۱۰۴۰۰ څخه زیات شوی دی.

د پاکستان حکومتي چارواکو د ښونځیو د بیرته پرانېستلو یو ټاکلی مهال وېش هم جوړ کړی چې له مخې به یې ځیني ښونځي د جنورۍ په ۱۸ مه نېټه بېرته پرانېستل شي.

په افغانستان کې روغتیايي چارواکو د کورونا د نوې بڼې د خپرېدو وېره څرګنده کړې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا د ۹۴ نویو پېښو او اوه کسانو د مړینې خبر ورکړی.

دوی وايي، تر دا مهاله په دغه هېواد کې تر ۵۳۱۰۰ زیات کسان په کورونا باندې اخته تر ۲۲۴۴ زیات یې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG