لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ سپيکر د علي وزير د نااهله کولو دپاره اليکشن کمېشن ته ريفرنس لېږلی، راپور


د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د نااهله کولو دپاره الېکشن کمېشن [ټاکنو کمېشن] ته رېفرنس لېږلی دی.

ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله دغه خپور کړی چې د الېکشن کمېشن چارواکو ورته تاييد کړې چې د زيارت/ پنجشنبې په شپه ورته ريفرنس ترلاسه شوی دی.

وي او ای ډيوه د ټاکنو کمېشن سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

او وي او ای ډيوه د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر نه په وټس اېپ په دغه اړه پوښتنه کړې خو نوموړي د پوښتنې د پېغام کتلو باوجود هم ځواب نه دی ویلی.

د الېکشن کمېشن چارواکي ويلي ريفرنس قانوني څانګې کتلی او د ټاکنو د کمېشن مشر (چیف الېکشن کمېشنر) سکندر سلطان راجه ته يې لېږلی دی.

چارواکي ويلي، دغه معامله به اوس د ائين د 63 مادې لاندې د ټاکنو کمېشن ګوري دغه ماده د شورا د غړي د اهل او نااهلۍ پرېکړه کوي.

د ائين ترمخه که د اسمبلۍ په غړي د نااهلۍ کومې پوښتنې راولاړې شي نو د اسمبلۍ سپيکر او د سېنېټ چیئرمېن واک لري چې په 30 ورځو کې الېکشن کمېشن ته سپيناوی وکړي او که داسې ونه شي بيا به الېکېشن کمېش په خپله دغه معامله ګوري.

او بيا به الېکشن کمېشن په درېو مياشتو کې دغه معامله هواروي او د یو غړي د اهل يا نااهلۍ فېصله به یې کوي.

د خبر ترمخه سپيکر د علي وزير پرضد په لېږلي ریفرنس کې کوم علت نه دی ښودلی چې د علي وزير د نااهلۍ ريفرنس يې ولې لېږلی دی.

د سيند صوبې د الېکشن کمېشن پخوانی مشر نجيب وايي اول خو د اسمبلۍ د غړي پرضد بې د کوم کوټلي شکايت څخه نه شي کېدی چې د اسمبلۍ د غړي پرضد د نااهلۍ رېفرنس ولېږل شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د بده مرغه په پاکستان کې دا هم نه کتل کيږي چې د اسمبلۍ د کوم غړي پرضد شکايت څومره مهم دی، خو اکثره په سياسي بنيادونو د انتقام دپاره دغه ډول اقدامات کيږي.

د پي ټي اېم مخکښ علي وزير د قبايلي ضلعې جنوبي وزیرستان څخه د کال 2018م په عامو انتخاباتو کې منتخب شوی ؤ.

نوموړی دا وخت د کراچۍ په زندان کې دی په هغه باندې په کراچۍ کې د شپږم دسمبر د پي ټي اېم د جلسې وروسته مقدمه جوړه شوې چې پکې په هغه او نورو د رياست پرضد د راپارولو او رياستي ادارو پرضد د ناوړه ژبې کارولو تورونه دي.

نوموړی له دې وړاندې تير کال د شمالي وزيرستان د خړ کمر په پېښه کې هم نيول شوی او بيا د قامي اسمبلۍ د بل غړي محسن داوړ سره جېل ته لېږل شوی او څلور میاشتې يې په جېل کې تيرې کړې وې.

وروسته عدالت د علي وزير او محسن داوړ پرضد د خړ کمر د پېښې او يوې چاؤدنې په تور جوړې مقدمې خارج کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG