لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د وژل شوؤ هزاره ګانو مړي خاورو ته سپارل کيږي


په کوټه کې د شپږو ورځو د احتجاجي پرلت وروسته د وژل شوؤ هزاره خواريکښو مړي نن د خالي/ شنبې په ورځ خاورو ته سپارل کيږي.

پرلت کوونکو د مړو سره احتجاجي پرلت کړی او د نورو غوښتنو سره یې دغه غوښتنه کوله چې وزيراعظم عمران خان دې په خپله دوی له ورشي د هغې وروسته به مړي ښخ کړي خو وزيراعظم پرون ویلي ؤ نورې غوښتنې يې ورله منلي او دوی دې مړي ښخ کړي بیا به هغه ورشي.

او تيره شپه بيا د پرلت کوونکو سره د بلوچستان وزيراعلی جام کمال او مرکزي وزير علي زېدي او نورو ليدلي او د هغې وروسته بیا احتجاجي پرلت ختم کړی شوی او نن د مړو ښخولو پرېکړه شوې وه.

د بلوچستان صوبې د بولان په مچهـ سیمه کې د خالي/شنبې په ورځ [دوهمه جنورۍ] د نامعلومه وسله والو لخوا هزاره خواريکښ تښتول شوي او بیا په ډزو وژل شوي وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

افغان حکومت غوښتنه کړې وه چې په مړو کې اووه افغان وګړي هم شامل دي او په پاکستان خپلو سفارتي چارواکو ته يې د پاکستاني چارواکو سره د مړو په اړه د تماس کولو او د مړ بيرته ستنولو لارښوونه هم کړې وه.

د کوټې څخه د وي او ای ډیوه خبريال حامدسمسور وايي، د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزير ضيا لانګو ويلي چې د مړو ښخولو پرېکړه به يې خپلوان کوي که دلته یې ښخوي او که افغانستان ته يې لېږي.خو وايي د وژل شوؤ خپلوانو ویلي ټول مړي هم په کوټه کې ښخوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG