لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده کې په ماشومه جینۍ خپل اوښي اؤ لاهور کې ورور پخپل ماشوم ورور جنسي تیری کړی


د چارسدې د پړانګو پوليسو ډيوه ته ويلي لس کلنه ماشومه د خپلې مشرې خور خاوند یا اوښي سره د هغه کور ته تلي وه او د هغه ځايي نه بېرته په راتلو يي مور ته د شوي جنسي تيري حال ويلی.

پوليس وايي د ماشومې د مور په وینا یې د جنسي زیاتي دښکار شوې ماشومې د اوښي پر ضد مقدمه درج کړل ده.

دپولیسو په وینا دجنسي تیري په تور تورن تن يې نيولی او پلټنې ترې روانې دي

دپولیسو یو چارواکي ډیوه ته ویلي " دا ماشومه خپل اوښي کور ته د کپړو راوړو د پاره بوتلې وه او هلته يي ورسره جنسي زياتې کړی دی،

پولیس وایي د ماشومې د بدن نه يي نمونې د ډي اين ای ټېسټ د پاره ليږلي دي

بلخوا د پاکستان ايکسپرس ټرېپيون ورځپاڼې خپل يو رپورټ کې ليکلي د پنجاب لاهور ښار کې يو تن خپل اته کلن رور د جنسي تيري روستو وژلی او دهغه مړی یې یوه سخا ناله یا ویاڼۍ کې غورځولی دی.

پوليس ويلي تورن تن خپل رور د نزدې دوکان نه د مېوې اخستو په پلمه کور نه ويستلی ؤ جنسي تيری یې پرې کړی دی.

دپولیس د وینا له مخې له جنسي تیري وروستو دغه تورن تن خپل ماشوم رور په خښته او د شيشي په بوتل په وهلو سره وژلی دی.

پوليسو ويلي دپېښې پلټنې روانې دي اؤ ددې معلومولو هڅه هم کولی شي چې ملزم په ماشومانو دجنسي تیري کولو عادی دی او که نه ځکه چې د تيرو څو مياشتو نه يي پيځه کلن يو بل خپلوان هم له درکه دی.

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره دکارکوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کال ۲۰۲۰ په وړومبیو شپږو مياشتو کې نزدې ۱۵۰۰ ماشومان د جنسي ځورؤنو سره مخ شوي دي.

شیمرې ښایي په دې کې ۵۳ فيصده جينکۍ او ۴۷ فيصده هلکان دي.


د ساحل د رپورټ له مخې د کال ۲۰۱۹ د هم دومره مودې د شمېرو مقابله کې د ماشومانو د جنسي ځورونو پېښې ۱۴ فيصده سېوا شوي او په دې حساب پاکستان کې روزانه اته ماشومان د جنسي ځورنې ښکار کيږي.

د ساحل شمېرې ښايي په دې کې نزدې د ۵۰۰ ماشومانو عمرونه د ۱۱ نه تر ۱۵ کالو دي او د ۳۳۱ عمرونه د شپږو نه تر لسو کالو پورې دي.

د ماشومانو حقونو د پاره کارکونکی عمران ټکر وايي د ماشومانو سره د جنسي تیري پېښې زياتره د هغه تنانو لخوا کيږي د چا چې د کورنۍ سره نزدې تعلقات وي.

دهغه په وینا " په دوئ د مورو پلار او د ماشوم اعتماد وي خو د ۵۵ نه تر ۶۰ فيصده پورې د جنسي تيري پېښې دکورنۍ د خپلوانو يا نزدې تعلق لرونکو لخوا کيږي"

د ساحل رپورټ په ډاګه کوي چې په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي ځورنې تر ټولو زياتې ۵۷ فيصده پېښې په پنجاب، ۳۲ فيصده په سندهـ او شپږ فيصده په خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوي دي.

عمران ټکر وايي والدینو ته پکار دي چې دخپل ماشوم په ناسته ولاړه،تګ راتګ او بدليدونکو روئيو کلک نظر وساتي او د جنسي تيري نه دبچ کيدو په اړه ورته پوهه ورکړي.

" ماشوم په دې پوهول دي چې بې وخته د خپل عمر نه زيات چا سره ډير نه نزدې کيږي او که ويره لري نو مور و پلار دې په وخت خبروي "

عمران ټکر زياتوي په پاکستان کې د جنسي تيريو پېښې اکثره نه رپورټ کيږي او که رپورټ هم شي نو دې پېښو کې ککړو ډيرو لږو کسانو ته قانوني سزاګانې ورکړل کیږي.

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د تير دسمبر په مياشت کې په زوره د جنسي تيريو د مخنیوي قانون ۲۰۲۰ لاسلیک کړی چې له مخې به يي ګرد هېواد کې د جنسي زياتيو د مقدمو فېصله کولو د پاره ځانګړي عدالتونه جوړيږي او د ککړو تنانو جنسي توان به ختمولی شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG