لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کارته نو کې چاودنه،دعامه ساتنې دتصدۍ ویاند اؤ همکاران یې وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان پلازمینه کابل کې د یکشنبې په سهار بمي چاودنه کې د افغانستان دعامه ساتنې دتصدۍ ویاند ضیاء ودان اؤ دهغه نور دوه همکاران وژل شوي دي.

د وي او ای اشنا د رپورټ له مخې دا چاودنه د دکابل ښار داتمې امنیتي حوړې په کارته نو کې په اول سړک د احمدشاه ابدالي لیسې ته مخامخ د ضیاء ودان په موټر شوې ده.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ددې پېښې دپخلي په ترڅ کې ویلي چې د عامه ساتنې د تصدۍ ویاند ضیاء ودان خپل دفتر ته روان ؤ چې په موټر یې چاودنه شوې ده.

هغه منلې چې پېښه کې پخپله ضیاء ودان اؤ دهغه دوه نور همکاران وژل شوي اؤ یو تن بل ژوبل شوی دی.

ددې پېښې ذمه واري لا چا قبوله کړې نه ده خو د کورنیو چارو وزارت یې پړه په طالبانو اچولې ده.

په دې وروستیو کې په کابل اؤ نورو بیلابیلو سیمو کې د چارواکو په موټرو دبمي بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې یو شمیر مهم دولتي چارواکي اؤ وتلي شخصیات وژل شوي دي

په ۲۳م دسمبر دافغانستان د بې پلوه اؤ عادلانه ټاکنو دبنسټ دمشر یوسف رشید په موټر هم کابل کې بمي برید شوی ؤ چې پکې هغه پخپله وژل شوی اؤ ډرائیور یې ژوبل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG