لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه هنرمندان وايي دکاپي رائټ ستونزو يې د ګټې وټې مخه نيولې ده


دخېبر پښتونخوا هنرمندان دنشر دحقونو دملکيت يا کاپي رائټ مسلې زيات پريشانه کړي اؤ وايي خواري هغوئ کوي خو په ناقانونه توګه دهغوئ په سندرو پېسې نور خلک ګټي.

قانون پوهان وايي دپښتتو هنرمندانو دسندرو نه ځکه پخپله ګټه نور خلک په ټولنيزو رسنيو او عامو محفلونو کې ناسمه استفاده کوي چې دوئ دوئ د کاپي رائټ په قانون ځانونه نه دي پوهه کړي.

دپښتو وتلى سندرغاړى کرن خان چې پخپل لګښت سندري ريکارډ کوي او بيا يې په تولنيزو رسنيو د خپلو چينلو دلاري خپروي،وايي دهغه هره سندره په زرکونو خلک په ناقانونه ډول خپروي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې کرن خان ويلي سره ددې چې دهغه هره سندره په ډيجيټل فليټ فارم رجسټرډ وي او هيڅوک يې له هغه پرته د خپرولو حق نه لري،بياهم دا سندرې خلک دخپلو چينلونو څخه خپروي .

هغه وايي ډير خلک دهغه له سندرو دقانوني اجازې پرته پخپلو پروګرامونو،ودونو،ښاديو او دميډيا په خپرونو کې هم استفاده کوي چې دا يو غيرقانوني عمل دى او د هغه خپل قانوني حقوق ورڅخه اغيزمن کيږي خو نه شي کولى چې ددې عمل مخه ونيسي

دهغه په وينا"زه به په ټولنيزو رسنيو دخپلې سندرې دعوه وکړى شم،خو دلته خو په هره واده،ښادۍ او نورو محفلونو کې خلک زمونږ سندرې غږوي ،دهغې علاج به خنګه کووم؟ "

کرن خان وايي که دخپلې هرې سندرې دقانوني حق پوښتنه په محکمو يا جرکو کې کوي بيا به ترې خپل هنر پاتې وي او په دغو لانجو کې به نښتى وي.

نوموړى وايي که چرې يو فنکار ته خلک دهغه دهنر قانوني حقونه په سمه توګه ورکړي نو هغه بيا کله هم بيا په ټولنه کې محتاج يا بې وزله نه شي پاتې کيدى.

کرن خان زياتوي دلته خو يوازې عوام نه بلکې دميډيا لويې لويې ادارې د هنرمندانو سندرې دهغوي له اجازې پرته خپلو پروګرامونو کې چلوي چې ګټه يې دفنکار په ځائ دغو ادارو ته رسيږي.

خو خېبر پښتونخوا کې دکاپي رائټ په مسلو کار کوونکى قانوندان وحيدالله خليل وايي چې دکاپي رائټ قانون دلته شته خو نه ترې عوام زياته اګاهي لري او نه هنرمندان.

ښاغلي خليل ايډوکيټ وي او اى ډيوه ته وويل که ديو فنکار سره دخپلې فن پارې ټول قانوني حقوق او دهغې ثبوتونه وي او عدالت ته رجوع وکړي نو دفن پارې په ناقانونه ډول کاروونکي تن نه دبرابر تاوان اخستو حق لري.

هغه وايي ددې قانون څحه دسرغړونې په صورت کې عدالت يو تورن تن ته دقيد او جرمانې يا په دغو دواړو کې ديوې سزا اورولو واک لري او وايي داسې ډيرې مقدمې د روزانه په بنياد عدالتونو کې اوريدل کيږي .

په ډيجيټل حقونو دکار کوونکې يوې سترې کمپنۍ دخيبر پښتونخوا د څانګې مشر ښاغلي فيصل خيال ډيوه ته وويل دهفوئ سره به زرګونو ادارو او هنرمندانو خپل مصنوعات رجسټرډ کړي دي او په تولنيزو رسنيو دکاپي رائټ دمسلو پيدا کيدو صورت کې هغوئ دخپلو َصارفينو د قانوني حقونو څخه دفاع کوي.

هغه وايي کمپني يې په دې مد کې د صارفينو په مصنوعاتو دترلاسه کيدونکې ګټې څخه دڅه برخې اخستو حقداره وي او نوره ګټه وټه د صارف اکاونټ ته ځي.

خو ښاغلى فىصل بيا وايي چې ډير داسې هنرمندان شته چې هغوئ هدو خپلې سندرې يا نورې فن پارې رجسټر کړې نه وي او چې کله يې په يوټيوب يا نورو رسنيو خپرې کړي نو ګټه وټه يې نورو خلکو ته ځي او پخپله بيا زياتره وخت ددغو هنرمندانو خپاې سندرې د کاپي رائټ لاندې راشي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG