لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هزاره پوهنتون کې د جينکو، هلکانو د لباس په اړه اعلاميې د خلکو غبرګونونه راپارولي


د خېبرپښتونخوا هزاره پوهنتون د زده کوونکو جينکو، هلکانو او عملې دپاره د جامو/لباس کوډ [ډرېس کوډ] په نوم جاري کړې اعلاميې ته غبرګون ويل شوی چې پوهنتون په زده کړو د پاملرنې په ځای د جامو دپاره قاعدې جوړوي.

هزاره پوهنتون د زده کوونکواو عملې دپاره د جامو اغوستو په قاعده کې جينکو ته د خاص رنګ بې سينګاره عبايې يا بورقې، لوپټې/ څادر او کميس پرتوګ او کارډ اچولو غوښتو ويل شوي، او په جينز، مېک اپ او سينګار د کالو او غټو بېګونو په راوړو پرې په سختۍ سره بندېز لګول شوی دی.

دغه ډول هلکانو ته د پېنټونو او کمېس شرټ سره د کميس پرتوګ او واسکټ او کوټ اچولو ويل شوي او په شرټو يا بنېن، جينز، چپلو، په غوږونو کې د کالو او په لاسونو کې د چېنونو او اوږدو وېښتو سره په ناسمه ږيره سخت بندېز لګول شوی دی.

د ریلکټنک هزارين په نوم ټویټر اکاؤنټ نه دغه اعلامیې غبرګون ویل شوی چې،

"د هزاره پوهنتون د مسخرې اعلاميه چې پکې زده کوونکو ته د لباس دپاره سخته قاعده جوړه شوې، په نوي پاکستان کې هرکلی، په پوهنتونونو کې د اکېډېمک، تحقيق او غوره زده کړو سره د پوهه استازانو د پاملرنې په ځای د لباس دپاره قاعدې جوړيږي".

محمد پروېز نومې تن په ټويټر طنز کړی او ويلي يې دي،

"طرز تعليم، ټولنيزو رسنیو او سياست نه، بلکې فېشن د زده کړو بېړا چپه کړه، د هزاره پوهنتون تازه څيړنه، (په تنګو پاجامو بندېز)".

د هزاره پوهنتون وياند شاهد رباني وايي په اعلاميه کې بندېز نه دی لګول شوی بلکې د يو شان جامو يا لباس دپاره د علاقې په مناسبت ويل شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا اعلاميه د دې دپاره شوې چې زده کوونکي او د پوهنتون استازان او عمله مهذبه ښکاري.

هغه وويل، په ځينو څيزونو که نيوکې کيږي نو په هغې کې بدلون هم کېدی شي خو دا د پوهنتون د مشر وايس چانسلر سره په مشوره دغه قاعده جوړه شوې ده.

د رباني په وينا د پوهنتونونو چانسلر (ګورنر) لارښوونه کړې وه چې په پوهنتونونو کې دې د لباس دپاره قاعدې جوړې شي.

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند کامران بنګش ویلي، ګورنر داسې هيڅ خبره نه وه کړې چې څوک کوم ډول جامې واچوي، جينکۍ به مېک اپ نه کوي يا هلکان ږيره څنګه جوړوي، پوهنتونونه دې خپلې قاعدې جوړې کړي.

د خالي په ورځ نوموړي ويلي ؤ چې پوهنتونونو ته واک ورکړی شوی چې د ښايسته ليدونکي لباس دپاره پاليسي جوړه کړي او د دغه لارې به د غريب او شتمن ترمنځ فرق ختم شي او د جامو د مقابلې نه به زده کوونکي رابهر شي او زده کړو پله به يې پام راوګرځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG