لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي شمېرې ښایي پاکستان کې دکرونا کچه راغورځېدلې خو ډاکټران یې نه مني


په پاکستان د کرونا وایرس پېښې د پنځوؤ لکو نه سېوا شوي دي، حکومتي چارواکي وايي ددې وایرس په دویمه چپه کې د نوؤ پېښو رپورټ کېدو کچه راټیټه شوې ده خو ډاکټران وايي روغتونونو ته اوس هم ګڼ شمېر اغیزمن ناروغان ور روان دي.

د کرونا وبا دڅار لپاره جوړې د قامي تماسونو دکميټې (اېن سي او سي) مشر اسد عمر د نهې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل د دسمبر دمياشتې په دوېمه هفته کې د روزانه په حساب تر ټول زيات ۲۵۱۱ کېسونه رپورټ کيدل .

هغه وایي د نومبر په وروستۍ هفته کې د سکولونو تړل کیدو، رېسټورنټونو او شادي هالونو کې دننه په ناسته دبنديزونو له امله د دسمبر په دريمه هفته کې نوي کېسونه رپورټ کيدل په کمېدو شو او روزانه اوسطاً ۲۲۵۵ ته راکوز شول.

نوموړي وويل د دې نه واضحه دا په نظر راځي چې څنګه فېصلې کيږي هم هغسې يي اثرات هم مخې ته راځي

دهغه په وینا " چې کومه بهتري راغلې ده په اخري وخت کې داسې نه ده پکار چې بې احتياطي شروع کړو، ځکه چې په ځینو هېوادونو کې د کرونا دريمه چپه هم راغلې ده"

اسد عمر خپلو خبرو کې په موجوده وخت کې په نورو هيوادونو کې د کرونا دمريضانو زياتيدو مثالونه هم ورکړل او وئ ويل په پاکستان کې د ۷۰۰ روغتونونو نه د روزانه په حساب د نوؤ کېسونو او هلته دموجود مريضانو معلومات راټولوي.

خو پاکستان کې څيړونکي وائي دلته د کرونا دنوؤ پېښو رپورټ کولو او د دې نه دمړینو د حساب کوم باوري نظام نشته۔

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د تنظيم وياند احمد زېب ډيوه ته وويل روغتونونو ته اوس هم ګڼ شمېر د کرونا مريضان راځي،

هغه وایي ډير خلک داسې دې چې ټسټونه نه کوي او د روغتونو نه بهر ددې وبا له وجې دکیدونکو مړینو معلوماتو راټولو کوم نظام هم نه دی موجود.

پاکستاني مطبوعات وايي په پاکستان کې د روزانه په حساب د ۳۵ نه تر ۴۵ زره پورې ټسټونه کيږي چې حساب يې د يو زر ابادۍ په سر ۳۲ ټېسټونه راځي او دا د ګاونډي هېوادونو هند او ايران په نسبت ډير کم دي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG