لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دپېغلتوب معلومولو دپاره دوؤ ګوتو په معائنه دبندیز قانون جوړولو دپاره هڅې روانې دي


دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وایي د میرمنو دپېغلتوب معلومولو دپاره د دوؤ ګوتو په معائنه یا ټیسټ دبندیز لګولو دقرارداد نه وروسته به اوس هڅه وکړي چې دا پرېکړه لیک په یو قانون کې بدل کړي.

څو ورځې وړاندې پنجاب هایي کورټ ټوله صوبه کې دمیرمنو د پیغلتوب معلومولو لپاره د دوو ګوتو د معاینې یا ټو فنګر ټیسټ باندې بندیز لګولی ؤ او اړونده ادارو ته یې امر کړی ؤ چې زنانه و سره د جنسي تیري په وخت دې ددغې معاینې په ځایې نور ساینسي معاینات تر سره کړي.

بیا خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف پارلیماني سکترې میرمن عایشه بانو او حکومت مخالفه ګوند پیپلزپارټۍ سره تړاو لرونکې د اسمبلۍ غړې میرمن نګهت یاسمین اورکزۍ په ګډه اسمبلۍ ته د دوو ګوتو په معایناتو د بندیز لګولو پریکړه لیک وړاندې کړو او اسمبلۍ دغه پریکړه لیک په متفقه ډول منظور کړو.

د پریکړه لیک وړاندې کوونکې عایشه بانو وایس آف امریکا ډيوه ته وویل په دې معایناتو د زنانه و سپکاوی کیږي او د پیغلتوب په اړه کره نتیجې هم مخې ته نه راځي نو ځکه مونږ د صوبایي حکومت نه غوښتنه وکړه چې په دې طریقه دې د پنجاب په څیر بندیز ولګول شي.

هغې وویل "دنیا اوس ترقي کړې ده نوې طریقې او معاینات مخې ته راغلي دي او د دوؤ ګوتو په معایناتو د زنانه بې عزتي کیږي نو ځکه زه د حکومت نه غوښتنه کوم چې په دې دې بندیز ولګول شي"

د اسمبلۍ نه منظور شوی پریکړه لیک یا قرارداد هر څو که یو حیثیت لري خو دا باقاعده قانون نه وي او تر هاغې پورې په دې عمل ضروري نه وي تر څو چې دا د بل په ذریعه ړومبی د صوبایي کابینې او بیا د اسمبلۍ نه منظور شوی نه وي.

خو نګهت یاسمین اورکزۍ وایي زه به پوره هڅه کوم چې دا پریکړه لیک باقاعده قانون کې بدل کړم.

دهغې په وینا "ماته معلومه نه ده چې حکومت په دې اړه قانون جوړول غواړي او که نه خو چې کله وزیراعلی سره ملاقات وشي نو زه به یې ددې معایناتو نه خبر کړم او کوشش به مې وي چې ټوله صوبه بلکې ټول هیواد کې په دې بندیز ولګي"

هم دغه شان څرګندونې د واکمن ګوند غړي هم کوي چې د قرارداد منظوریدو نه پس به اوس دوي په دې اړه باقاعده د قانون سازۍ لپاره هڅې کوي.

ټولې نړۍ کې د زنانه و د پیغلتوب د معلومولو یوه طریقه دا هم ده چې د دوو ګوتو په ذریعه معاینه کیږي خو کارپوهان دا کومه ساینسي طریقه نه مني .

د بشري حقونو فعالان وایي د جنسي تیري ښکار شوؤ زنانه و سره په دې طریقه دویم ظلم کیږي نو ځکه اکثرو هیوادونو کې په دې طریقې بندیز لګیدلی دی.

پاکستان کې به په بشپړه توګه په دې طریقه بندیز هاغه وخت امکان ولري چې ټولې صوبې او وفاق په دې د بندیز لګولو لپاره باقاعده قانون سازي وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG