لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: عمران خان، جنرل باجوه او قرېشي د کريم خليلي سره ليدلي


د پاکستان په سفر د افغانستان د حزب وحدت اسلامي ډلې مشر کريم خليلي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.

د پاکستان د سرکاري مطبوعاتو ترمخه عمران خان د خليلي سره په ليدنه کې ژمنه څرګنده کړې چې د افغانستان سره دوه اړخيزه اړيکې، او د خلکو په کچه به تجارتي او اقتصادي اړيکې سېوا کوي.

ويل شوي عمران خان ټينګار کړی چې پاکستان به د افغان سولې د پروسې په دوامداره توګه ملاتړ کوي او زياته کړې يې ده پکار ده چې د افغانستان د سولې بېن الافغاني خبرې د زغم سره د هواري په لور لاړې شي.

عمران خان ويلي چې پرامنه او باثباته افغانستان به د سيمه ييزه تجارت او اړیکو دپاره لارې پرانيزي.

پوځ ویلي د جنرل قمر جاوېد سره په ليدنه کې هم د کريم خلیلي سره په دوه اړخیزه شريکه ګټو او افغانستان کې د سولې په اړه خبرې اترې شوي دي.

د ايي اېس پي ار ترمخه جنرل باجوه ویلي، په افغانستان کې د سولې مطلب په پاکستان کې سوله ده او باثباته او خوشاله افغانستان چې په امن کې وي نه يواځې د خپل ځان بلکې د ګاونډي پاکستان هم په قامي ګټه دی.

پوځ ویلي افغان پلاوي د پاکستان او د پوځ د مشر د پاکستان او افغانستان په راتلونکې کې د اړيکو جوړولو په مثبت رول لوبولوستاينه کړې ده.

پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د نورو چارواکو په ملتيا د کريم خليلي او د هغه د پلاوي سره ليدلي او ويلي يې دي د افغانستان د سولې په اړه په مذاکراتو کې پرمختګ د خوښۍ خبره ده.

هغه هم د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان د هڅو جاري ساتلو ويلي او زياته کړې يې ده پاکستان په دوحه کې د بېن الافغاني خبرو د دوهم پړاؤ د پېل کېدو او په دغو خبرو کې د شوؤ پرېکړو هرکلی کوي.

کریم خليلي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی په قطر کې د افغان حکومتي مذاکراتي ډلې او طالبانو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دوهم پړاؤ خبرې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG