لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسيد تر وژنې درې کاله وروسته قضيه اوس هم په عدالت کې، د راو انوار خواست خارج


سيند هايکورټ د نقيب مسيد او نورو په وژنه تورن د سيند پوليس پخواني افسر راو انوار عدالت ته د نه حاضرېدو د استثنا خواست خارج کړی دی.

سيند هايي کورټ نن په 14م جنورۍ د راؤ انوار هغه خواست خارج کړی چې پکې د پخواني پوليس افسر وکیل عدالت ته خواست کړی ؤ چې راؤ انوار ته دې د قضيې د اورېدنې عدالت (ټرايل کورټ) کې د حاضرېدو څخه استثنا ورکړی شي.

د راو انوار وکیل عامر منصوب عدالت ته ویلي راؤ انوار ته د امنیت اندېښنه ده خو عدالت ویلي دا به امتيازي سلوک وي ځکه دغه خواست خارجوي.

د کراچۍ پوليس پخواني افسر راؤ انوار باندې تور دی چې په جعلي مقابله کې يې نقيب مسيد وژلی ؤ، په راؤ انوار او نورو باندې د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدنې په عدالت نمبر درېم کې مقدمه روانه ده.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکیل صلاح الدين پهنور وايي، په قضيه کې د راؤ انوار پرضد د پېښې د ګواهانو د بيانونو لړۍ روانه ده خو نوموړی تور لګوي پولیس ورسره په قضيه کې مرسته نه کوي.

"اصل مسله دا ده چې پوليس، پوليس ته مخامخ دي نو پوليس زمونږ سره مرسته نه کوي نه اداره کوي او نه پوليس کوي، مونږ بيا بيا د امنيت دپاره خواست کړی خو هغه سنجيده نه دی اخستل شوی او ګواهانو ته تحفظ نه ورکول کيږي".

نوموړی وايي د پېښې عېني ګواهانو ته ګواښونه کيږي ځکه هغوی د خپلو بيانونو نه په شا کیږي.

وي او ای ډيوه د سیند پوليس چارواکو او ویاند څخه په اړه پوښتنه کړې خو پوليس چارواکو ځواب نه دی کړی.

د جنوبي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی نقیب مسید د کال 2018م په 13م جنورۍ په کراچۍ کې نيول شوی او بیا په يوه پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.

د يادې مقابلې د پېښې د پلټنو دپاره د پوليس خپلې جوړې ګډې پلټنيزې کمېټۍ مقابلې ته جعلي ويلي ؤ. او بيا د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راؤ انوار او هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راؤ انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

امریکې د کال 2019 په دسمبر کې راؤ انوار د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې ؤ،

"راؤ انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر ؤ هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار ؤ، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راؤ انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی ؤ.

تيره میاشت په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راؤ انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG