لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بهاولپور:دمذهب دسپکاوي په تور دپروفیسر وژنه کې ککړ طالبعلم ته دتېزندۍ سزا اورؤل شوې


دبهاولپور دصادق ایجرټن کالج د انګریزي څانګې پروفیسر خالد حمید دهغه یو شاګرد خطیب حسین په مارچ ۲۰۱۹ کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژلی ؤ .

په پنجاب کې یوې ځایي محکمې د مذهب د سپکاوي په تور د کالج د پروفیسر وژنه کې ککړ طالب علم ته دجرم په ثابتیدو دوه کرته د تیزندۍ سزا اورولې ده.

دبهاولپور دصادق ایجرټن کالج د انګریزي څانګې پروفیسر خالد حمید دهغه یو شاګرد خطیب حسین په مارچ ۲۰۱۹ کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژلی ؤ .

دانډیپنډنټ اردو ویب پاڼې د راپور له مخې دپروفیسر په وژنه کې ککړ طالب علم خطیب حسین وروسته پولیسو نیولی ؤ اؤ دبهاولپور دترهګرۍ محکمه کې پرې مقدمه روانه وه.

دمحکمې جج مهر ناصر حسین د خالي په ورځ دغه طالب علم ته د جرم په ثابتیدو دوه کرته د تیزندۍ اؤ د اوو لکو روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

محکمې په دغه وژنه کې په کومک کولو دطالب علم خطیب حسین یو بل ملګري ظفر حسین ته هم د۱۴ کاله بند اؤ یو لک روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

دخطیب حسین یو ځائ سبق وئیونکو محصلینو پولیسو ته ویلي وؤ چې خطیب به دتندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک د (مړ شوي )مشر خادم حسین رضوي ویناګانې اوریدلې اؤ دهغه د خیالاتو څخه متاثره ؤ.

په کوم وخت کې چې هغه خپل پروفیسر و چړو په ګزارونو سره دخپل دفتر دننه وژلو هغه مهال دتحریک لبیک لخوا پنجاب کې دناموس رسالت په بابله تحریک هم روان ؤ.

د وژل شوي پروفیسر خالد حمید ځوئ ولید خان ویلي دهغه پلار برناحقه دمذهبي کرکو ښکار شوی اؤ هغه دخپل پلار د شفقت څخه محرومه شوی دی.

دمحکمې په پرېکړه خپل غبرګون کې ولید خان ویلي اوس چې محکمې دهغه وژونکو ته سزا اورولې ده نو په دې پرېکړه دهغه کورنۍ کې د هغه د وژل شوي پلار یاد بیا تازه شوی اؤ کورنۍ یې غمژنه ده.

هغه ویلي کورنۍ یې تر اوسه په دې خبره حیرانه ده چې څنګه یو داسې تن د مذهب دسپکاوي په تورونو ووژل شو چې هغه دیو پوخ مسلمان ؤ،مونځ،اودس یې کولو ، روژې یې نیولې اؤ نور اسلامي حکمونه یې پځائ کول.

پاکستان کې مختلفو وختونو کې د مذهب دسپکاوي په تورونو بې شمیره کسان وژل شوي چې له دغې جملې څخه یو دمردان دعبدالولي خان پوهنتون طالب علم مشال خان هم ؤ چې هغه دپوهنتون دننه په ۱۳م اپریل کال ۲۰۱۷ کې دپاریدلو طالبعلمانو اؤ عامو خلکو لخوا وژل شوی ؤ.

مطبوعاتي رپورټونه وایي د وژل کیدو په وخت مشال خان خلکو ته چغې وهلې چې هغه مسلمان دی اؤ دمذهب سپکاوی یې نه دی کړی خو خلکو په هغه تشدد کولو اؤ وروسته بیا په ګولۍ وویشتل شو.

په دغه وژنه کې دلاس لرنې په جرم دترهګرۍ دمخنیوي محکمې عمران نومې تن ته د تیزندۍ سزا اورولې وه خو تیرکال دنومبر په میاشت کې پېښور هائیکورټ دغه سزا په عمري بند بدله کړې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG