لاس رسیدونکی لینک

 
پلار مو د انصاف په ارمان د دنيا نه لاړو اوس مونږ په تمه يو، د نقیب مسيد ورور
تازه خبر

پلار مو د انصاف په ارمان د دنيا نه لاړو اوس مونږ په تمه يو، د نقیب مسيد ورور


د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي وژل شوي نقيب مسيد ورور عالم شېر وايي، "چيف جسټس، د پوځ مشر، پخواني او اوسني وزيراعظم وعده کړې وه چې د نقيب کورنۍ ته به انصاف ترلاسه شي خو پلار يې په دغه ارمان د دې دنيا نه لاړو او اوس موراو کورنۍ سره د پوره قومه انصاف ته په تمه دي خو دوی ناامېده دي".

د نقيب ورور، جبران ناصر او د کراچۍ د ګرېنډ جرګې غړو د نقیب مسيد د درېم تلين په مناسبت په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه راجوړه کړې وه.

د نقيب مسيد ورور وويل، پولیسو په خپله د راو انوار مقابلې ته جعلي ویلي او نړيوالو هم په راو انوار بندېزونه لګولي او اوس د سيند هايکورټ راو انوار ته عدالت ته د حاضرېدو څخه استثنا نه ده ورکړې دا ټول هر څه څرګندوي چې راو انوار ترهګر ؤ.

هغه وويل د نقيب په نوم په جنوبي وزیرستان کې د هغه په کلي کې د کالج جوړولو ويلي ؤ او د هغې دپاره مرکزي حکومت د خېبرپښتونخوا ته پېسې هم ورکړي دي خو په هغې تراوسه کار نه دی پېل شوی.

په دغه موقع جبران ناصر وويل په دې قضيه کې 30 تورن کسان دي چې د راؤ انوار په ګډون پکې پينځه په ضمانت خوشي دي او 18 په بند کې دي، او نور اووه تراوسه مخروران دي.

هغه وويل په دې قضيه کې د پوليس دوه ګواهانو خپل بيانونه بيرته اخستې دي د دوی د بيانونو په اساس دغه قضيه جوړه کړی شوې ده.

د جبران ناصر په خبره شهزاد جهانګير نومې پولیس چې د موقعې ګواه ؤ هغه لومړی بيان ورکړی ؤ چې راو انوار د هغه مقابلې مشري کوله چې نقيب او نور پکې وژل شوي وو، هغه دا هم وويل چې نور پوليس هم د خپلو بيانونو نه په شا شوي دي.

جبران ناصر تور ولګوو چې د سيند صوبې حکومت او پوليس چې د دغو پوليسو پرضد يې ګام پورته کړی وی چې د خپلو بيانونو نه په شا شوي د دې په ځای هغوی د خوښې په ځايونو کې په ډيوټيانو لګول کيږي.

خو د سيند صوبې حکومت ويلي په دغه قضيه ځکه څه ويل نه غواړي چې دا قضيه په عدالت کې ده.

جبران ناصر وايي، داسې مالوميږي چې د رياست د پراسيکيوشن او پوليس لخوا په دې قضيه کې د راو انوار د بري کولو پوره تياري شوې او که راو انوار په دې قضيه کې بري شو نو هغه به په عملي توګه د 444 وژنو څخه بري وګرځول شي.

د کراچۍ ګرېنډ يا غټې جرګې په استازيتوب د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي سېف الرحمان مسيد وويل، راو انوار ته د يو وزير په څېر اسانتياوې ورکول کيږي.

خو نوموړي په دغه اړه څه نه دي ویلي چې وزيراعظم عمران خان ولې اوس د دغه قضيې تپوس نه کوي، خو نوموړي په قضيه کې د سيند صوبې په حکومت تور لګولی چې راو انوار ته اسانتاوې ورکوي.

د جنوبي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی نقیب مسید د کال 2018م په 13م جنورۍ په کراچۍ کې نيول شوی او بیا په يوه پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.

د يادې مقابلې د پېښې د پلټنو دپاره د پوليس خپلې جوړې ګډې پلټنيزې کمېټۍ مقابلې ته جعلي ويلي ؤ. او بيا د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راؤ انوار او هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

امریکې د کال 2019 په دسمبر کې راؤ انوار د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې ؤ،

"راؤ انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر ؤ هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار ؤ، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راؤ انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی ؤ.

تيره میاشت په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راؤ انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG