لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرو سره دمالي مرستو په تور دجماعت الدعوه درېوؤ نورو مشرانو ته دبند سزاګانې اورؤل شوي


د پنجاب سرښار لاهور کې د ترهګرۍ ضدعدالت د لاقانونه مذهبي تندرويه ډلې جماعت الدعوه درېوؤ مشرانو ته ترهګرو سره دمالي مرستو په دوؤ نورو مقدمو کې دبند سزاګانې اورولې دي.

د دوشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضدمحکمې دجج ارشد حسین بهټه عدالت د جماعت الدعوه دوؤ مشرانو پروفيسر ظفر اقبال او يحي مجاهد ته د څوارلس نيم، څوارلس نيم کله بند او بل مرکزى مشر پروفيسر عبدالرحمن مکي ته د شپږو میاشتو د بند سزاګانې اورولې دي.

پاکستان کې د لاقانونه مذهبي تندرويه ډلې جماعت الدعوه مشرانو ته دترهګرو سره د مالي مرستو په تور دا سزاګانې په داسې وخت کې اورول شوي چې دترهګرو ډلو په مالي سرچینو دڅار دنړېوالې ادارې ایف ای ټي ایف لخوا پاکستان ته پخپل کاریز پلان دبشپړ عمل کولو دپاره د درېوؤ میاشتو ورکړل شوی مهلت راتلونکې میاشت فرورې کې ختمېږي.

د لاهور دترهګرۍ ضد عدالت کې دلاقانونه تندرويه مذهبي ډلې جماعت الدعوه د مشرانو پرضد دا مقدمې د لاهور او سرګودهې دترهګرۍ ضد محکمې لخوا درج کړې شوې وې.

اخوا مطبوعاتي راپورونه د خېبر پښتونخوا د پولیسو له خولې وایي چې په ګرده صوبه کې هم پوليسو د اېف ای ټي اېف په غوښتنو د عمل په ترڅ کې دترهګرۍ د مالي مرستو 516 مقدمې درج کړي او 751 کسان یې نيولې هم دى.

دخېبرپښتونخوا دپولیسو مشر ثناالله عباسي وايي چې په دې لړ کې عدالتونو نزدې 128 ته سزاګانې هم ورکړې دى.

اسلام اباد کې میشت وتلی خبريال او په اړونده چارو نظر لرونکی څېړنکار مهتاب حیدر ډيوه ته وايي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ناقانونه پیسو دلیږد او د ترهګرۍ د مالي مرستو ضد قوانین لا نور هم مضبوط کړي او دا سزاګانې ددغو قوانینو لاندې ورکړل شوې دي.

خو هغه بيا وايي بنيادي خبره دا ده چې پاکستان به په دې ګامونو اېف ای ټي اېف قانع کړل شي او که نه

خبریال مهتاب حیدر وایي که يو خوا عدالتونه د لاقانونه مذهبي تندروه ډلو مشرانو ته سزاګانې ورکوي نو بل خوا په بلوچستان کې د شيعه اقلیت خلک هم وژل کېږي او د هغوى قاتلان نه نيول کېږي. اوس وخت راغلې چې د پاکستان رياست د هرقسمه ترهګرو ډلو پرضد د زړه له خلاصه ګامونه واخلي.

قانون پوهه قاضي انور وي او ای ډيوه ته وايي که د ترهګرۍ د مالي مرستو په تور کې سزا شوؤ کسانو باندې په ښکتنیو عدالتونو کې وړاندي شوي شهادتونه پاخه او کره وي نو بیا لانديني عدالتونه هم دغه سزاګانې پرځاې ساتى.

هغه واىي باید چې دغه شهادتونه په ليکلي بڼه کې وي.

اېف اې ټي اېف به د فرورۍ مياشت کې دترهګرۍ دمالي مرستو په اړه د پاکستان د ګامونو جاج په داسې حال کې اخلي چې پرون د هېواد تر ټولو لويې اقتصادي ښار کراچۍ کې هم پوليسو په شام کې داعش سره د مالي مرستو کوونکي يوه ډله رابرڅېره کړې ده چي د پولیسو په قول یې د ډېجټل کرنسۍ د لارې مرستې کولې.

له دې مخکې په کراچۍ او لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالتونو د جماعت الدعوه مشرانو ته د ترهه ګرو سره د مالي مرستو په دیرشو مقدمو د بند سزاګانې اورولې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG