لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبایډن او کمالا هېریس د سوګند تر مراسمو مخکې له کورونا مړه شوو ته درناوی وړاندې کوي


واشنګټن ــــ د امریکې منتخب صدر جوبایډن او د هغه مرستیاله کمالا هېریس د سوګند تر مراسمو یوه ورځ وړاندې هغو څه دپاسه څلور لکه امریکایانو ته په یوه غونډه کې درناوی وړاندې کوي چې په تېر څه کم یوه کال موده کې له کورونا وایرسه مړه شوي دي.

دغه مراسم به نن د نهې- سه شنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي په لینکن مېموریل کې تر سره کېږي چې د جوبایډن مېرمن جیل بایډن او د کمالا هېریس خاوند ډوګلس ایمهوف به هم پکې ګډون کوي او په دې کې به 400 شمعې ددغو مړو شویو کسانو په یاد بلېږي.

له کورونا وایرسه د مړو شویو کسانو په یاد به په یو وخت د امریکې په نورو یادګاري ځایونو کې هم شمعې بلېږي چې په هغوی کې د نیویارک ایمپایر سټېټ بلډنګ او د واشنګټن ایالت د سیاټل ښار سپېس نیډل شامل دي.

د جوبایډن د سوګند یا لوړې د مراسمو کمېټۍ وایي، د امریکې نور سلګونه ښارګوټي، قبیلې او ټولنې به هم "د یووالي په دې ملي شېبه کې" ګډون کوي.

ښاغلي جوبایډن او مېرمن هېریس ویلي چې په خپلو لومړنیو کارونو کې به یې د کورونا وایرس په ضد مبارزه شامله وي، چې وایي هدف یې د خپلې واکمنۍ په لومړیو سلو ورځو کې 100 میلینه (لس کروړه) ته وېکسین ورکول او له کورونا ځپلیو سره اقتصادي مرستې کول دي.

په امریکا کې چې دا وخت په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر دوه کروړه څلوېښت لکه زیات شوی، تر اوسه څه دپاسه 12 میلینه کسانو ته له لومړیو دوو خوراکو څخه لومړی یې ورکړل شوی دی.

ټاکل شوې چې سبا د شورو- چارشنبې په ورځ به جوبایډن د امریکې د 47م ولسمشر په توګه سوګند کوي، خو تر هغه یوه ورځ وړاندې به د سېنټ کمېټۍ نن د هغو اعلا چارواکو د تایید غونډه پیلوي چې جوبایډن په وروستیو ورځو کې نومولي دي.

هغه کسان چې د سېنټ کمېټۍ ته به وړاندې کېږي په هغوی کې د خزانې وزارت ته نومول شوی جېنیټ یېلین، د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی انټوني بلینکېن، د دفاع وزارت ته نومول شوی لویډ آسټن، د کورني امنیت نومول شوی وزیر الیجانډرو مایورکاس او د ملي استخباراتو لپاره نومول شوی ایورل هېنس شامل دي.

د امریکې امنیتي چارواکي وایي، د نننۍ غونډې او د سوګند د مراسمو لپاره کلک احتیاطي ګامونه اخیستي‌ او په واشنګټن ډي سي کې یې د ایف بي ای د نېشنل ګارډ 25,000 زره کسان په امنیت ساتلو ګومارلي دي.

د دفاع وزیر کرسټوفر میلر په یوه بیان کې ویلي "که څه هم موږ د داخلي خطر په اړه څه استخباراتي اشارې نه دي تر لاسه کړې، خو موږ به د پایتخت واشنګټن ډي سي د امنیت په ټینګښت کې هیڅ کمي را نه ولو".

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د امریکې د تاریخ په تېرو 160 کلونو کې لومړنی صدر دی چې د نوي ټاکل شوي ولسمشر د سوګند په مراسمو کې به ګډون نه کوي او د جنورۍ پر 20مه به سهار په فلورېډا ایالت کې خپل کور ته ستنېږي،‌ خو مرستیال یې مایک پینس د سوګند په مراسمو کې د ګډون اراده کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG