لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دمخالفو ګوندونو ایتلاف دټولټاکنو دکمیشن مخې ته احتجاج پیل کړی


دمخالفو ګوندونو دایتلاف پاکستان ډیموکریټک مومنټ له اړخه د پاکستان د الیکشن کمیشن مخې ته نهې یا سه شنبې په ورځ احتجاج پیل کړل شوی ترڅو دټولټاکنو په کمیشن فشار راوړي چې واکمن ګوند تحریک انصاف سره بهر نه د شوؤ مرستو قضیه زر تر زره فیصله کړي.

په ایتلاف کې شامل د عوامي نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتخار مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي د ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان به الیکشن کمشنر به یاداښت وړاندې کوي چې پکې دمخالفو ګوندونو ټول تحفظات درج کړی شوي دي.

هغه وویل پي ډي ایم غواړي چې دټولټاکنو کمیشن کې تحریک انصاف ته د بهر نه دترلاسه شوؤ پرېکړو په اړه کومه قضیه روانه ده دهغې دپرېکړې دځنډیدو علتونه دې ټول قام ته وښودل شي.

تیره ورځ د پي ډي ایم د مشرانو د غونډې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلی وؤ دالیکشن کمیشن څخه به غوښتنه کوی کوي چې کوم تور د تحریک انصاف پر ضد منل شوی دی پر هغې دې پریکړه واورول شي.

د مسلم لیګ مشرې مریم نواز ویلی وو د غیر جمهوري قوتونو په سیاست کې لاس وهنه ختمول غواړې.

دغه احتجاج کې د ګډون د پاره د پي ډي ایم د ۱۱ؤ ډلو مشران او کارمندان په لویې شمیر اسلام آباد ته رسیدلې دي خو د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري خپل دسکهر د سفر له امله په احتجاج کي ګډون نه کوي.

حکومت خپلو مخالفو ګوندونو ته د اسلام آباد په حساسه سیمه کې د احتجاج اجازه ورکړې ده خو ددې د څارنې د پاره د کورنیو چارو وزارت کې یو کنټرول روم هم جوړ کړل شوی دی.

د کورونو چارو وزیر شیخ رشید احمد د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلی" په لومړې ځل دوئ ته په ریډ زون کې د احتجاج اجازه ورکړل شوې خو که چرې دوئ قانون په لاس کې واخستو نو په ضد به یې قانوني ګامونه اخستل کیږي"

دمخالفو ګوندونو داحتجاج په مهال حکومت دڅه بدې پیښې د مخنیوې د پاره د اسلام آباد ریډ زون کې ګڼ شمیر پولیس او رینجرز ځواکونه هم پرځائ کړي دي.

تحریک انصاف ته بهر نه دترلاسه شوؤ پنګو په ضد مقدمه دکال ۲۰۱۴م راهسې الیکشن کمیشن کې روانه ده خو د شپږو کالو تیرو وروسته هم پرې پریکړه نه ده اورول شوې.

د مقدمې تر مخه تحریک انصاف د شکمنو او غیر قانونن لارو څخه دبهرنیو هیوادونو نه پنګې راټولې کړي دي.

مخالف ګوندونه تور لګوي چې دغه فنډونه کال ۲۰۱۸ کې ترسره ټولټاکنو کې د درغلۍ د پاره کارول شوې دي

مخالف ګوندونه د الیکشن کمیشن څخه د کال ۲۰۱۸م ټاکنو کې دشوؤ درغلیو د پلټونو غوښتنې هم کوي خو حکومت وایي چې په ټولټاکنو کې هیڅ رقم درغلۍ نه دي شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG